د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
June 10, 2025 at 06:32 PM
*بسم الله الرحمن الرحیم* `عبدالله راغب البرغوثي` `کتاب`: `أمير الظل` (د سیوري امیر) `قسط ۱۷` – کندهاری پښتو ژباړه ``قسط ۱۷: د ازاد فکر قلف نه لري` – د لیکونو پټ جهاد `عبدالله وايي:` > زه بندي وم، خو زما قلم ازاد و. اسراییل زما بدن ونیوه، خو زما پیغام یې نشو نیولی `لیک لیکل – د بند تر ټولو خطرناک عمل` په اشغال شویو زندانونو کې، د یو لیک لیکل له چاودیدونکي توکې کم نه حسابېږي. عبدالله وايي، که یو بندي د لیک، شعر یا بیانیې له لارې له مقاومت سره رابطه وساتي، دا ورته تر وسله کارولو خطرناک ګڼل کېږي. `عبدالله لیکل څنګه کول؟` وسیلې: قلم: کله یو مچ سوځېدلی او له سوځېدلي سر یې رنګ جوړ شوی. کاغذ: د چای پاکټ، د ډوډۍ کاغذ، یا د دوا پاڼه رسول: د نورو بنديانو له لارې، د ملاقاتونو پر مهال پټه استونه `پیغامونه څه وو؟` `خپل زوی ته وصیتونه` د فلسطین ځوانانو ته د ایماني پیغامونه د مقاومت مشرتابه ته ستراتیژیک تحلیلونه اشعار، الهامي جملې، د اسیرانو د مورال لوړولو لپاره لیکونه `یوه بېلګه` `ده یو ځل ولیکل`: زه دلته تنها نه یم، زما رب له ما سره دی. زما غږ به د دیوالونو نه تېر شي، او زړونه به وښوروي، ځکه دا د ایمان له زړه راوتلی غږ دی `اسراییلي استخبارات ولې وېرېدل؟` د عبدالله لیکونه به تحریکي، تحلیلي او معنوي بڼه لرله. د لیک محتویات به تر څو ولایتونو غږ رسا کاوه. هغوی پوه شول چې عبدالله له دننه نه یوازې یو قاید دی، بلکې فکري مجاهد دی. `یوه ورځ` د بند مأمور یوه لیکچه کشف کړه. هغه چیغې کړې: ته د بند دننه هم خطر یې! موږ ته تاته قفل نشته!" `عبدالله ورته وخندل او ویې ویل:` قفلونه د لاسونو لپاره دي، فکرونه قلف نه لري `د قسط پای` لیک کول، که څه هم له یوه چای پاکټه وي، کولی شي نسلونه راوپالي. هغه لیکونه چې له الله سره نیت شوي وي، هیڅ دیوال یې بند نشي ساتلی. `راتلونکی قسط (۱۸م):` د عبدالله البرغوثي د روحاني ژوند کیسې – څنګه یې له الله سره د تسبیح، ذکر او د قران تدبر له لارې ژوند له زندانه جنت ته بدل کړ.
😭 1

Comments