د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
June 19, 2025 at 07:16 PM
پر اسرائیلو د ایران ننني بریدونه؛ کوم ځایونه هدف ګرځېدلي؟
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې پر اسرائیلو د ایران تازه بریدونو کې د اسرائیلو پوځ استخباراتي قومنداني کمپ (IDF C4I) او ګاو – یام ټکنالوژۍ پارک په نښه شوي.
تسنیم د خپلو سرچینو له قوله راپور کې ویلي، دغو مرکزونو د زرګونو پوځیانو، ډیجیټلي قوماندې سیسټمونو، سایبري عملیاتو او د صهیونیسي پوځ C4ISR سیسټمونه کنټرولول.
ایران په خپلو بریدونو کې د روغتون په نښه کول رد کړي او ویلي یې دي، ځیني عبري رسنۍ هڅه کوي چې د دوی له توغندیزو بریدنو زیانمن شوي ځایونه روغتون وښايي.
ایراني رسنیو ویلي، په نښه شوی ځای روغتون نه، بلکي د صهیونیستي پوځیانو د استوګنې ځای و.
په داسې حال کې، چې صهیونیستي پوځ خپلو عملیاتو کې عام خلک وژني، روغتونونه او د سرې میاشتې مرکزونو په ګډون نور خدماتي بنسټونه په نښه کوي، د پوځیانو مرکز د روغتون په نوم معرفي کول د تعجب وړ خبره ده.