
دفتر مطبوعاتی قوماندانی امنیه ولایت غور
June 20, 2025 at 05:25 AM
*ورځنی حديث شريف*
*عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ :*
*من اغتسل ثم أتى الجمعة فصلى ما قدر له، ثم أنصت حتى يفرغ من خطبته، ثم يصلي معه ؛ غفر له ما بينه وبين الجمعة الأخرى وفضل ثلاثة أيام*
*رواه مسلم 857*
*ژباړه:*
*د حضرت أبي هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي چې:*
*چا چې د جمعې په ورځ غسل وکړو، بيا د جمعې لمانځه د ادا کولو په پار راغى، هغه اندازه لمونځ (نفل) يې وکړو؛ کوم چې د ده لپاره په مقدر کې ليکل شوى وو، بيا تر هغه وخته چپ پاتې شو؛ تر څو چې امام د خطبې د ويلو څخه فارغ شو، بيا يې د امام سره لمونځ (د جمعې لمونځ ) ادا کړو؛ نو دغه کس ته به د دې او د بلې جمعې تر مينځ او د درې ورځو نورو ګناهونه وبخښل شي.*
