‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
June 8, 2025 at 04:22 AM
🔻تر ټولو ستر څه چې ته یې خپلو مسلمان وروڼو ته ډالۍ کولای شې، هغه مینه ده، دعا کول دي، بښنه ورته کول دي، او پر دوی صبر کول دي؛ لکه څنګه چې هغوی هم پر تا صبر کوي. او تر ټولو بد خوی چې یو مسلمان ته نه ښایي، هغه له خپلو وروڼو سره کینه لرل دي؛ داسې چې که هغوی بریا ترلاسه کړي، خپه شي، او که له هغوی نه تېروتنه وشي، خوشحال شي. د هغوی خبرې تر ذره‌بین لاندې راولي، تېروتنې یې شمېري، او د ده په زړه کې له دې پرته بل څه نه وي چې د خپلو وروڼو بدۍ راټولې کړي. له وروڼو سره د کینې درلودل، د زړونو د بربادۍ یو لوی لغزش ځای دی، او د بدو تمایلاتو راپارونکی دی؛ دا د هغو ټیټو خلکو نښه ده چې مؤمنانو ته نه ښایي. ای الله تعالیٰ ﷻ! زموږ زړونه له کینې، حسد او دښمنۍ نه پاک کړه... ✍️: شیخ ابو قتاده فلسطینی، حفظه‌الله
Image from ‹ نبضࣥ الأمةؔ ›: 🔻تر ټولو ستر څه چې ته یې خپلو مسلمان وروڼو ته ډالۍ کولای شې، هغه مینه...
❤️ 👍 7

Comments