
روند سبز افغانستان - رسا / Afghanistan Green Trend - AGT
May 26, 2025 at 05:29 AM
د کچه لاغ فقی تر سیوري لاندې فریب او وژنه
د طالبانو استخباراتو د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې یو پخوانی پولیس په ډزو وژلی دی. وژل شوی کس مطیعالله نومېده او تېره شپه، سېشنبه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۹مه، په یاده سیمه کې د طالبانو ملېشو لخوا ووژل شو. مطیعالله د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې یې د مزدورۍ په موخه کندهار ښار ته مخه کړې وه. نوموړي د تېر جمهوري حکومت پر مهال د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه.
https://x.com/AGTAfghanistan/status/1926735572313186502?t=AACMkD0xXLy4OYTAlY9Neg&s=19

👍
1