OMID Radio/امید راډیو
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 21, 2025 at 04:12 AM
                               
                            
                        
                            د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د ۲۰۲۶ کال لپاره د نوبل سولې نړیوالې جایزې ته نومولی دی.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، دغه اقدام د ټرمپ د «پریکنډه ډېپلوماټیکې مداخلې» او د هند او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ کې د هغه د رهبرۍ او منځګړیتوب د رول له امله شوی دی.
د پاکستان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټرمپ د دواړو اټومي ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره داسې اقدامات کړي، چې د کړکېچ د پراخېدو مخه یې نیولې ده.
د نوبل سولې جایزه هر کال هغو شخصیتونو ته ورکول کېږي، چې په خپلو هېوادونو یا نړیواله کچه یې د سولې لپاره ارزښتمن اقدامات کړي وي. دغه جایزه له تر ټولو معتبر نړیوالو ستاینلیکونو څخه ګڼل کېږي.
دا نومول، یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلانېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د امریکا په سفر کې د سپینې ماڼۍ میلمه و، او هلته یې له ډونالډ ټرمپ سره لیدنه کړې وه.
ټلیګرام لېنک: 
 https://t.me/OMIDFM103_7
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            😂
                                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            🗡
                                        
                                    
                                    
                                        5