OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 04:35 AM
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسرائيلو څخه د امریکايي اتباعو د احتمالي ایستلو لپاره تر دې دمه له ۶,۴۰۰ ډېر امریکایان یې برېښنايي فورمې ډک کړې دي. د الجزيرې د راپور له مخې، دغو امریکایي اتباعو د ایستلو پر ممکنه سفرونو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ځانونه ثبت کړي، او دا شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی. د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسرائيل د ناارامه وضعیت له امله د امریکايي اتباعو د خوندیتوب لپاره د بیړني پلان چمتووالی نیولی؛ خو تر اوسه د ایستلو دقیق مهالویش نه‌دی خپور شوی. یاد اقدام په داسې حال کې کېږي، چې د سیمې وضعیت له تېرو ورځو راپدې خوا یو ځل بیا کړکېچن شوی دی. انستاگرام لېنک: https://www.instagram.com/omidradio_official/
Image from OMID Radio/امید راډیو: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسرائيلو څخه د امریکايي اتباعو د...
😂 2

Comments