OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 05:08 AM
د دیپلوماټ د یوه تفصیلي راپور له مخې، هند له اسلامي امارت سره د بشري مرستو، سوداګرۍ، ویزو او سیاسي خبرو له لارې د همکارۍ نوی پړاو پیل کړی دی. د راپور پر بنسټ، د مې میاشتې په ۱۶مه نېټه ۱۶۰ افغان باروړونکي موټر له وچو مېوو سره له پاکستانه هند ته اوښتي، چې دا د افغان–هند ځمکنۍ سوداګرۍ د بیا پیل څرګندونه کوي. په اپرېل میاشت کې، هند له څلور کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې وېزې فعالې کړې دي؛ چې پکې د زده‌کړې، روغتیا، سوداګرۍ او ملګرو ملتونو دیپلوماتیکې وېزې شاملې دي. همداراز، د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جې شنکر د مارچ په ۱۵مه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړي، چې پکې دواړو لوریو د همکاریو پر دوام ټینګار کړی. انستاگرام لېنک: https://www.instagram.com/omidradio_official/
Image from OMID Radio/امید راډیو: د دیپلوماټ د یوه تفصیلي راپور له مخې، هند له اسلامي امارت سره د بشري م...
❤️ 👍 3

Comments