OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 06:10 AM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري وايي، افغانستان له روسیې سره د ځینو خوراکي توکو پر وارداتو خبرې پيلوي. ښاغلي عمري د سنټ‌پټرزبرګ اقتصادي غونډې په څنډه کې رویټرز ته ویلي، چې که له ایران سره د روانې جګړې له امله د وارداتو ستونزې پیدا شي، افغانستان به له روسیې واردات پيل کړي. افغانستان دا مهال له ایران څخه لبنیات او نور خوراکي توکي اخلي؛ خو له روسیې او قزاقستانه په پراخه کچه غنم او اوړه واردېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست همداراز له روسي چارواکو غوښتي، چې افغانستان ته د اوړو پر ځای مستقیماً غنم صادر کړي. یوټیوب لېنک: www.youtube.com/@OMIDRadio
Image from OMID Radio/امید راډیو: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري وايي، اف...
❤️ 👍 3

Comments