OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 07:02 AM
د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون د نړۍ د زرګونو تحصیلي ادارو ترمنځ ځانګړی مقام خپل کړی دی. یاد پوهنتون د اقلیمي بدلون په برخه کې ۲۰۱م مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې ۳۰۱م نړیوال مقام خپل کړی، چې دا یې د علمي پرمختګ او نړیوال اعتبار ښکاره نښه بلل کېږي. د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، چې دا پایلې يې د انګلستان له یاد سازمان څخه د رسمي ایمیل له لارې ترلاسه شوې دي. د ويلو ده، چې په نړۍ کې شاوخوا ۲۵ زره پوهنتونونه شته، او هر کال د نړۍ دوه معتبر بنسټونه – د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان او د چین د شانګهای درجه بندۍ سازمان دا پوهنتونونه ارزوي؛ خو یوازې هغه پوهنتونونه چې ډېر لوړ معیارونه پوره کړي، د دوی په نړیوال نوملړ کې شاملېږي. ویب سایټ لېنک: https://omidradio.com
Image from OMID Radio/امید راډیو: د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د وروستي راپور له م...
❤️ 1

Comments