OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 10:48 AM
د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشر «تاریا واټر ډال» سره کتلي او دواړو لورو پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. د روغتیا وزارت د خبرپانې له مخې چې په دې کتنه کې مولوي نور جلال جلالي له مقابل لوري څخه د افغانستان د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا او د افغان زده‌کوونکو لپاره د نیمه‌عالي روغتیايي زده‌کړو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده. روغتیا وزارت وایي چې بل لور ته د ناروې کمېټې مشر، خپلو دوامدرو همکاریو ته اشاره کړې او د نیمه روغتیايي زده‌کړو په برخه کې یې د افغان محصلینو د روزنې او له روغتیایي سکټور سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. انستاگرام لېنک: ‏ https://www.instagram.com/omidradio_official/
Image from OMID Radio/امید راډیو: د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، مولوي نور جلال ج...
❤️ 1

Comments