
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 12:43 PM
د هند د کورنیو چارو وزیر «آمیت شاه» وایي چې پاکستان ته بهېدونکې اوبه به د هند راجستان ایالت راوګرځول شي.
آمیت شاه له هندي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې هېواد یې 'د سند اوبو پر سر' له پاکستان سره شوې هوکړې ته نه راګرځي، او پاکستان به له دغو اوبو محروم کړي.
د دغه هندي چارواکي د ادعا له مخې چې پاکستان دا اوبه په ناحقه ترلاسه کولې، خو وروسته له دې یې «نوی ډیلی» د خپلو اړتیاوو لپاره کاروي.
ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د هند د کورنیو چارو وزیر له قوله لیکلي چې پاکستان ته بهېدونکې اوبه به د یو کانال له لارې د یاد هېواد «راجستان» ایالت ته راوګرځول شي.
ټلیګرام لېنک:
https://t.me/OMIDFM103_7
