
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 02:13 PM
د کابل والي، ملا امین الله عبید وایي چې اسلامي امارت د مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات کوي.
د کابل ولایت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل والي دا څرګندونې د افغانستان د سیکانو ټولنې له استازي «ګلجیت سنګ» سره په کتنه کې کړې دي.
د سرچینې په وینا چې په دې کتنه کې د سیکانو ټولنې استازي د افغانستان پر اوسني وضعیت خوښي ښودلې او له هېواده د وتلو سیکانو د بېرته راستنېدو خبره یې کړه.
انستاگرام لېنک:
https://www.instagram.com/omidradio_official/

❤️
👍
7