OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 02:34 PM
د یو شمېر امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې، وروسته له هغه چې د امریکا محاسبه د ایران او اسرائیل د مخامخ جګړې په اړه ناسمه وخته، اوس په سپینه ماڼۍ کې د واحد دریځ پرځای د چارواکو او سیاسیونو ترمنځ نظرونه وېشل شوي دي. د راپورونو له مخې چې د دغو سیاسیونو یوه ډله وايي چې امریکا دې مخامخ د جګړې ډګر ته ووځي، په داسې حال کې چې بل ډله بیا 'د صهیویستي رژیم په ملاتړ' پر غیرمستقیمې ښکېلتیا ټینګار کوي. دغه مخالف لیدلوری او نظرونه داسې مهال مطرح کیږي چې تهران په خپلو توغندیزو بریدونو «تل ابیب» ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي، هغه څه چې د امریکا او اسرائیلو حکومتونو یې اټکل نه کاوه. ویب سایټ لېنک: ‏⁦‪‬⁩ https://omidradio.com
Image from OMID Radio/امید راډیو: د یو شمېر امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې، وروسته له هغه چې د امریکا ...
❤️ 👍 3

Comments