OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 21, 2025 at 04:57 PM
د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست وزير، مولوي امير خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د سوريې د بهرنيو چارو له وزير، اسعد حسن شيباني سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سوريې اړيکې تاريخي او مهمې بللې او خوښي يې څرگنده کړې چې دواړه ولسونه له اوږدو جگړو وروسته خپلواکۍ، امنيت او ثبات ته رسېدلي دي. دوی همداراز هیله ښودلې چې د افغانستان او سوريې حکومتونه وتوانېږي چې پر اوسنيو ننگونو برلاسي او له فرصتونو گټه پورته کړي. انستاگرام لېنک: ‏ https://www.instagram.com/omidradio_official/
Image from OMID Radio/امید راډیو: د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست وزير، مولوي ام...
❤️ 👍 🫀 8

Comments