OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 22, 2025 at 02:03 AM
د ایران سپاه پاسداران پر خپله اېکس پاڼه د دغه هېواد پر درېوو اټومي بټیو د امریکا له هوایي بریدونو وروسته لیکلي چې د دوی لپاره جګړه اوس پیل شوه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له وړاندې پر خپلې تروث ټولنیزې پاڼې لیکلي وو چې هوايي ځواک یې پر فردو، نطنز او اصفهان بریالي بریدونه کړي او دغه اټومي تاسیسات یې له منځه وړي دي. خو ځینو ایراني رسنی بیا وايي چې ایران مخکې له مخکې په نښه شوې اټومي بټۍ خالي کړې وې. امریکا داسې مهال د ایران د اټومي وسلو پر بټیو بریدونه وکړل چې ایران خبرداری ورکړی و، که برید پرې وشي، دوی به په سیمه کې د امریکا نظامي اډې په نښه کړي. ویب سایټ لېنک: ⁦⁩ https://omidradio.com
Image from OMID Radio/امید راډیو: د ایران سپاه پاسداران پر خپله اېکس پاڼه د دغه هېواد پر درېوو اټومي بټی...
❤️ 3

Comments