
OMID Radio/امید راډیو
June 22, 2025 at 03:39 AM
د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې بيګا یې د ایران په درې مهمو اټومي مرکزونو (اصفهان، نطنز او فردو) هوايي بریدونه کړي دي. نوموړي له بریدونو وروسته ټینګار کړی، چې که ایران سولې ته غاړه کېنږدي؛ نو تر دې به سخت بريدونه وکړي.
بلخوا د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو غبرګون ښودلی او دا اقدام یې د جګړې د پیل په مانا بللی دی. سپاه په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي: "اوس زموږ لپاره جګړه رسماً پیل شوه."
خو د ایران د دولتي ټلوېزیون "صدا و سیما" یو لوړپوړي چارواکي ادعا کړې، چې امریکا د بریدونو له پیل مخکې خبرداری ورکړی و، او ټول اټومي تاسیسات له مخکې خالي شوي وو. د ده په وینا، دغو بریدونو هیڅ مالي یا ځاني زیان نه دی اړولی.
ویب سایټ لېنک:
https://omidradio.com

👍
1