
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
May 25, 2025 at 03:25 AM
*وصال خوشامندوال*
ابو عبیده حفظه الله
*خداي دي خاموشه نکړي تل زموږ لپاره ژبه*
*داد مــــظلومو ترجمانه او جـــــــــراره ژبه*
*څه نره ژبه ده قیصي د غیرتونو کوي*
*چي نه ډاریدیږي هیڅ له جنګ او له بمباره ژبه*
*ډیره تنها ده خو قیصي د کمزورۍ نکوي*
*کفري نړۍ ته هروخت ډکه له اخطاره ژبه*
*عصري دجال ته یي هیڅ ټیټه خبر نه وکړله*
*ده د الله په زور مظبوطه ایمانداره ژبه*
*دا همیشه کړي د کفارو د مرګو خبري*
*په ظلم جبر چا له حق نکړه حصاره ژبه*
*خوشامندوال وصاله کړي د کافرانو جواب*
*خدای خو دي نه اچوي هیڅ وخت له ګفتاره ژبه*

❤️
👍
46