د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
May 26, 2025 at 03:45 PM
*وصال خوشامندوال* خوږه ده بیخي *قیصه دي شات ده او شکره ده خوږه ده بیخي* *هره خبره دي سندره ده خوږه ده بیخي* *سپوږمۍ خو هسي یوه سپوږمۍ ده نور کمال نلري* *دا خو د ستا له یو نظره ده خوږه ده بیخي* *ستا په دیدن مي غمجن زړه ته خوشالي را درومي* *د ستا د سترګو له اثره ده خوږه ده بیخي* *چي را وتلي ده د ستا له مبارکو شونډو* *قیمت بها ده ملغلره ده خوږه ده بیخي* *یاد اندیښني ته مي دي زړه په کور کي ځای ورکړی* *ماته تر هر چا معتبره ده خوږه ده بیخي* *هره خبره دي جانانه زموږ زړه سپینه وي* *ګوره د تورو زړو ډاکټره ده خوږه ده بیخي* *ژوند خو د چا په مخ ژوندون خوشامندوال وصاله* *دغه جمله ښکاره له لمره ده خوږه ده بیخي*
❤️ 👍 43

Comments