
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
June 2, 2025 at 03:50 PM
*وصال خوشامندوال*
که رش جوړه وي
*په غټ بانډار کي وایی بیا ووایه*
*غزل ټپه غواړي که رش جوړوي*
*سنګه دي وخندل شکي دي کړمه*
*د عید خرڅه غواړي که رش جوړه وي*
*ای نالیده په نیمی نه پوهیږي*
*ټوله قیصه غواړي که رش جوړه وي*
*په نیمایي باندي ته نه مړیږي*
*ډکه کاسه غواړي که رش جوړه وي*
*که ځي نو ځه الله دي مل شه ګوره*
*تلو ته فلمه غواړي که رش جوړه وی*
*موبایل کیږدئ راشئ ګفه وکړئ*
*مجلس تازه غواړي که رش جوړه وي*
*خوشامندوال وصاله چای درواخله*
*ته پتاسه غواړي که رش جوړه وی*
❤️
😂
👍
56