
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
June 3, 2025 at 03:59 PM
*وصال خوشامندوال*
نلري
*هو دلته ډیر ماشومان پلار ښځي خاوند نلري*
*خو له موږ پرته څوک په دی نظام کي ژوند نلري*
*اختر یي ګرم ضمیرونه یي بیخي ساړه دي*
*څوک چي د وخت اړتیا ټوپک او کمربند نلري*
*هغه ملت خو نو هر وخت د مرګ په خوب ویده شي*
*څوک چي ویښ خوب د اذادۍ په پاک مړوند نلري*
*سپین استقلال سپین امارت او سپین طالب حاکم ده*
*دی سپین هیواد کي به نو ولي اختر خوند نلري*
*هیڅ ویره نشته په هیواد کي خوشالۍ خپره ده*
*هیڅ حقیــــقت دا دښمــــن فروفاګند نلري*
*اختر یاران او ازادي خوشامندوال وصاله*
*دومره خوږوالی به بیا شات نلري قند نلري*
چینل
https://whatsapp.com/channel/0029VagIgeiBadmU96LHae0o
❤️
👍
33