د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
June 5, 2025 at 08:53 AM
*وصال خوشامندوال* ازادي او اختر *څومره لویه خوشالي ده او اختر ده* *په هیواد کي ازادي ده او اختر ده* *له هیواده مو تورتم کډه بار کړي* *له سپوږمۍ سره یاري ده او اختر ده* **د تورمخو هغه تور قانون مختور شو* *حاکم حـــــکم الهي ده او اختر ده* **ځوانان نه مړه کیږي روغ کلي ته راشي* *بس مو دغه نیکبختي ده او اختر ده* *شملـــــورو ټوپکوالو میدان وړی* *له کافـــــره صلیبي ده او اختر ده* *امتیاز د اتلتـــــــوب پګــړۍ ګټلی* *نن نسکوره نیکټایي ده او اختر ده* *جنګ ځپلی چنار مات منګی بیا روغ شو* *بیا له سره زنـــــدګي ده او اختر ده* *ځوانان نه وړي د ظالمي ډرون ګذار اوس* *ښه جالبه بــي غمـي ده او اختر ده* *اوس د شعر ملکه څرخي را څرخي* *په ټیکري ده په پیکي ده او اختر ده* *ستا ارمان پوره شو وصال خوشامندواله* *په هیواد کي خـــپلواکي ده او اختر ده*
❤️ 👍 37

Comments