د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل
June 21, 2025 at 06:48 AM
*وصال خوشامندوال* د مدرسي طالب *دا د مدرسې طالب ددین ځانګړی ځواک دی* *دا خو د امیرالمؤمنین ځانګړی ځواک دی* *ایښی یې دسترلارښود په لارباندې قدم دی* *دا خو د صفه اصحابو نقش باندې تم دی* *دا خو لاروی شاګرد د ستر امام اعظم دی* *کلک په عقیده ده ډبرین ځانګړی ځواک دی* َ *دا دی ددې عصر د قلم او د قتال ستوری* *دغه دعیسی لاروی،ضد دهر دجال ستوری* *وارپه شیطانانو کوي،داد ذوالجلال ستوری* *ناست وهرشیطان ته په کمین،ځانګړی ځواک دی* *دا نافذه وي پر سر د مځکې الهي نظام* *دا محوه کوي د بشر جوړ ډیموکراسي نظام* *غواړي قرآني، او شرعي، محمدي نظام* *ضد د هر کافر پر سرزمین ځانګړی ځواک دی* *دې ته له اسلافو نه منبر او شریعت پاته* *دې ته سپین تاریخ هره غزا او شهادت پاته* *دې ته خو وصال خوشامندواله،ټول ملت پاته* *پاک دی مقدس دی ښکلی، سپین ځانګړی ځواک دی*
Image from د شاعر م. وصال خوشامندوال رسمي چینل: *وصال خوشامندوال* د مدرسي طالب *دا د مدرسې طالب ددین ځانګړی ځواک دی*  ...
❤️ 👍 16

Comments