وردګ نیوز Wardak News2️⃣
وردګ نیوز Wardak News2️⃣
June 10, 2025 at 07:46 PM
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې تر نن پورې څه باندې ۱۰۰زره داخلي سیلانیانو پنجشېر ولایت ته د تفريح او سیاحت لپاره سفر کړی. د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نصرت الله ملک‌زاده ویلي، چې د اختر څلور ورځې سیلانیانو او د دغه ولایت اوسېدونکو په پوره امنیت او ارامۍ سره تېرې کړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې سيلانيانو تر ډېر د پنجشېر له طبیعي او تاريخي سيمو د لیدنې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی. د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم په خپل وروستي پیغام کې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته بلنه ورکړې، تر څو د دغه ولایت له طبیعي ښکلاو او منظرو څخه لیدنه وکړي. #هندوکش‌غږ
Image from وردګ نیوز Wardak News2️⃣: د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې ت...

Comments