Kabul Media News🎤
Kabul Media News🎤
June 22, 2025 at 03:18 AM
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران پر دريو اټومي تأسيساتو ترسره شوي بريدونه فوق العاده نظامي بريالي عمليات ووبلل او وې ويل، د فورډو، نتنز او اصفهان اټومي تأسيسات يې په بشپړه توګه له منځه وړي دي. نوموړي وويل، ايران د منځني ختيځ «بدمعاش/ زور ويونکی» او په نړۍ کې د تروريستانو لومړی نمبر ملاتړی هېواد دی. ايران هر وخت وايي مرګ په امريکا او مرګ پر اسرائيلو: «په منځني ختیځ کې زرګونه کسان د ايراني قومندان قاسم سلیماني په لاس ووژل شول او ما هماغه وخت تصميم ونيوه چې د دې کار اجازه نه ورکوم.» هغه د‌ دغو بريدونو ترسره کولو لپاره د پرمختللې ټکنالوژۍ جوړولو له امله له خپلو ساينسپوهانو او همداراز په بريالي ډول د عملياتو تر سره کولو له وجې خپل نظامي ټيم څخه هم ځانګړې مننه وکړه.
🫏 👍 ❤️ 😂 😢 🦓 😮 🦛 🐕 323

Comments