RTA Radio
RTA Radio
June 22, 2025 at 10:53 AM
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې نن (یکشنبه، د چنګاښ لومړۍ نېټه) روسیې ته ځي او سبا به د یاد هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. نوموړي روسیه د ایران دوست هېواد بللی او ویلي یې دي، چې یاد هېواد سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري. نوموړي استانبول کې یوې خبري غونډې ته زیاته کړه چې امریکا د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی نه کوي او پر ایران د برید سره یې له یوې سرې کرښې پښه واړوله. ښاغلي عراقچي دغه راز ویلي، دا چې هېواد یې اوس تر یرغل لاندې دی نو باید د خپلې دفاع د مشروع حق له‌مخې ځواب ورکړي. #ملي‌راډيو #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Radio: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې نن (یکشنبه، د چنګا...

Comments