🍂𝑴𝒚 𝑳𝒊𝒇𝒆🌹 زمــــــــــــــاژوند🍁
🍂𝑴𝒚 𝑳𝒊𝒇𝒆🌹 زمــــــــــــــاژوند🍁
June 18, 2025 at 01:17 PM
مېرمن له خپلې خواښې خفه شوه، خواښې ته يې بد بد نو له دسترخوانه پاڅېده او خپلي کوټي ته ولاړه. مېړه یې حیران شو، پسې ولاړ او ورته یې وویل: مېړه: ولې د ډوډۍ نه داسي پاڅيدي؟ څه شی دې خوښ نه شو؟ مېرمن: هو، زه داسې احساس کوم چې د مور لاسونه دې چټل دي، او دا کار زما نه دې خوښ او اشتها مې خرابوي! مېړه (په سړه لهجه): اها، نو دا علت دی؟ ښه نو، حل يې څه دی؟ مېرمن: حل دا دی چې نوره دي ځانته ډوډۍ ته کيني، زه نور له هغې سره یوځای خواړه نشم خوړلی. مېړه: نه، نه، ګرانې، له نن وروسته به حتماً ځانته کيني. خو داسې ښکاري ته د هغې له شتون نه هم خپه یې، ریښتیا ده؟ که یواځې د لاس خبره ده؟ مېرمن: په رښتیا، د هغې حضور ماته مزاحمت کوي، زه په خپل کور کې ارامه نه یم. مېړه: ته پوهېږې چې دا زړه ده، بل څوک نه لري، یوازې زه یم. ستا په نظر حل څه دی؟ مېرمن: حل شته... د زړو خلکو کور! هلته یې یوسه، ته به یې پوښتنه کوې، او زه به هم آرامه یم. که دا ونه کړې، زه به د پلار کور ته ولاړه شم او بیرته نه رانشم. مېړه: سم ده ګرانې، مهمه خو ستا خوشلي ده. زه به هماغسې وکړم، ته بې غمه اوسه. خو، ته پوهېږې ستا پلار راته زنګ وواهه او سبا یې بلنه راکړه چې ټول کور ته راشي؟ مېرمن: ځکه چې ما ورته وویل. مېړه: ولې ګرانې؟ مېرمن: سبا به پوه شې... اوس بښنه غواړم، زه بیده کېږم. مېړه: ښه ګرانې، خه شپه ولري. مېړه له خونې ووت، د خپلې مور خواته ولاړ. مور: زویه، ستا ښځه خوبه ناروغه نه وي؟ ځکه خواړه یې ونه خوړل؟ زوی: هو، مورې، ناروغه ده. مور: نو ولې دلته ناست یې؟ ډاکټر ورته راوله یا دوا واخله، دا ظلم دی. زوی: نه مورې، دومره هم نه ده، چې ویده شي ښه به شي، مه خپه کېږه. مور: که داسې وي، خیر دی. خدای مو وساته زوی جانه. زوی: آمین مورې... سبا دې یو ځای ته بوځم، هلته به هر څه بدل شي. مور: چېرته زویه؟ زوی: سبا به پوه شې، خو هیله لرم مانه خفه نشې یا مې ملامت نه کړې. مور: زویه، اندیښنه را پیدا شوه، خو زه پر تا باور لرم، ته تل خه پرېکړې کوې. زوی: خدای دې وساته مورې... سبا سهار لس بجې، مېړه، مېرمن او مور روان شول. مېړه، مېرمن او زړه مور په موټر کې روان شول. مور چوپه ناسته وه، غلي، غمجنه او ناآرامه. مېرمن خوشاله وه، چې بالاخره به له خواښۍ څخه خلاصه شي. مېړه خاموش، جدي او په فکرونو کې ډوب و. موټر یو ښکلي ځای ته ورسېد، خو دا د زړو خلکو کور نه و… بلکې د هلک د خسر کور! مېړه ولاړ شو، دروازه یې وټکوله. خسر دروازه خلاصه کړه، پلار: خوش آمدید، راشئ… مېړه مخامخ پلار ته وکتل، و یې ویل: مېړه: پلاره، ستا لور ماته وویل چې مور دې د زړو خلکو کور ته بوځه، ځکه چې لاسونه یې چټل دي، او له هغې سره یوځای خواړه نشي خوړلی. همداراز یې وویل که دا کار ونه کړم، نو زه د پلار کره ځم او بيرته نه راځم. خسر يې سر ټیټ کړ، هيڅ يې ونه ويل، مېړه (له غوسې نه ډک): نو ما تصمیم ونیو… څوک چې زما د مور سپکا. او زما د مور سره ژوند نه شي کولي نو داسي ښځه زه خپل کور کې نه شم ساتلي، ما پریکړه وکړه چې ستا لور زما د مور ځای نه شي نيولي، مور مې زه ۹ میاشتې په خپل رحم کې ګرځولي یم، بې خوبه یې راته کړي، زما هرې چیغې ته یې شپه سبا کړې ده! مېرمن: ته جدي یې؟ مېړه ورته په قهرجن غږ وويل: هو، ته له نن څخه په ما طلاقه یې! ته همدلته پاتې شه، او مور به مې له ځان سره بوزم، هلته چې هغې ته درناوی وي. مېړه وګرځېد، د مور لاس یې ونیو او وې ویل: راځه مورې. مور (له اوښکو ډکي، خو ویاړلې): ربه شکر، چې داسې زوی دې راکړ .… موټر روان شو، مور او زوی لاړل، خو مېرمن له خپل غرور، سپکاوي او ظلم سره یوازې پاتې شوه. پای پند: مور هغه یوازینی انسان دی چې د هغې دعا بې له شکه قبلیږي، د مور قدر وکړئ، مخکې له دې چې وخت در نه تېر شي. Copy....
Image from 🍂𝑴𝒚 𝑳𝒊𝒇𝒆🌹 زمــــــــــــــاژوند🍁: مېرمن له خپلې خواښې خفه شوه، خواښې ته يې بد بد نو له دسترخوانه پاڅېده ...
❤️ 😢 👍 💯 😂 👏 😭 ♥️ 🤲 248

Comments