
هيښونکي ليکني تازه خبرونه
May 25, 2025 at 02:59 AM
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل
تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسره کړه. دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ترانزیټي، او زراعتي همکاریو د پراخوالي په موخه جوړه شوې وه.
د چین د ګمرکاتو مرستیال د ښاغلي زاهد او ورسره مل پلاوي هرکلی وکړ او د افغانستان او چین د ښو اقتصادي اړیکو ستاینه یې وکړه او څرګنده یې کړه چې افغانستان د صادراتو په برخه کې ستر پتانسیل لري. هغه زیاته کړه چې چین د افغانستان د صادراتي توکو پر ګمرکي تعرفو معافیت ورکړی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تجارت د پراخوالي لپاره ښه فرصتونه شته. نوموړي یادونه وکړه چې که څه هم د چین قرنطیني معیارونه سخت دي، خو د دغو معیارونو په پوره کولو کې د افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
ښاغلي احمدالله زاهد د چینایي لوري د همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې:
1. د افغان صادراتو پر ځینو توکو د چین په بازار کې لګیدونکي VAT چې اوس مهال ۹٪ او ۱۳٪ دی، دې تخفیف ورکړل شي ت
