
فکري روزنه
278 subscribers
About فکري روزنه
إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلٰحَ مَا اسْتَطَعْتُ ۚ وَمَا تَوْفِيقِىٓ إِلَّا بِاللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ژباړه: زه اراده نه لرم مګر خو اصلاح كول غواړم تر څو پوري مي چي وس رسیږي. او زه چي د څه شي سرته رسول غواړم، هغه په ټوله معنا د الله په توفيق پوري تړلي دي، ما پر همغه باندي توكُل کړی دى او په هره معامله کي د همغه لوري ته رجوع كوم. د واتساپ ګروپ لینک https://chat.whatsapp.com/EY1XDJ6HkH51hJCtdQ2LhP د تلیګرام چینل لینک https://t.me/Yaqeen4455
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

الله تعالی ځمکه د انسان د سهولتونو او آرامتیا لپاره پیدا کړې، انسان یې د ځمکې لپاره نه دې پیدا کړي ، بلکې ځمکه یې د انسان لپاره پیدا کړې ترڅو انسان له دې ټولو امکاناتو څخه د خدای تعالی په اطاعت کې کار واخلي. هُوَ الَّذِى خَلَقَ لَكُم مَّا فِى الْأَرْضِ جَمِيعًا.[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 29] هماغه ذات دى چي ستاسي لپاره يې د ځمکي ټول شيان پيدا كړل.

مظلومه غزه 😭 اې دامت ځوانانو غزه وژغوري دا زمونږ او ستاسو وجيبه ده چې ددې مظلومو مسلمانانو لاس نيوي وکړو او ددوي سره په دي غم او درد کې ځانونه ورسره شريک کړو

د الله تعالی ددغې يوې جملې په خاطر رسول الله - ﷺ - او صحابه کرامو سخت ترخه غوړپونه وڅښل، مشرکينو به ښکنځل ورته کول، وهل به يې، ش ھ يدانول به يې، رشخندونه، پیغورونه به يې ورکول ... خو دوی به ورنه مخ اړول؛ ځکه چې الله تعالی ورته فرمايلي و: { وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ } او له مشركانو نه مخ واړوه. رسول الله - ﷺ - په سجده پروت و، مشرکينو د اوښ خوسايي ورباندي واچول، خو رسول الله او هيڅ ملګري يې غبرګون ونهښود، حال دا چې د اوسنۍ زمانې تر ف دايانو په زرګونو ځله د قوي ايمان څښتنان، د ق ربانۍ ځوانان او د جنت عاشقان موجود و؛ خو { وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ } د ټولو په زړونو ډبره ايښې وه او هيڅ يوه سرغړونه ونهکړه. له براء - رضي الله عنه - نه روايت دی چې کله به جګ ړه ښه توده شوه نو موږ به په رسول الله ﷺ پوري پنا اخسته، په موږ کې زړور به هغه و چې له رسول الله ﷺ سره به اوږه په اوږه ثابت پاتي شو. مشکاة المصابيح خو په دغه زړور انسان باندي دغې يوې جملې (وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ) د کوډګر، شاعر، ليوني او دروغجن تهمتونه وزغمل.... مګر کله چې ورته وويل شول: { أُذِنَ لِلَّذِینَ یُقَـٰتَلُونَ } هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو. بيانو د بدر په ميدان کې معلومه شوه چې دوی څومره زړور او د قوت څښتنان دي. دوی خپل ژوند او م رګ د الله تعالی په يوه جمله تغيرول، خو موږ د خپلې خوښې ژوند کولو لپاره د الله تعالی په مکمل دين کې لاسوهنه کوو، له خپلې خوښې سره يې تفسيروو.... #ملا_رقیب

*د ذوالحجې میاشتي لومړیو لسو ورځو کي غوره کارونه!* ۱- د قرانکریم تلاوت کول ۲- د فرضي لمونځ تر څنګ نور زیات نفلي لمونځونه کول ۳- د الله تعالی زیات ذکر کول ۴- زیاتي دعاګاني کول ۵- روژې نیول او خصوصاً د عرفات د ورځي روژه ۶- صدقه/خیرات ورکول ۷- نېک اعمال او ښه کارونه ترسره کول ۸- د شپې لمونځ ( تهجد لمونځ اداء کول ) ٩- توبه کول ١٠- د وخت ساتنه نشرول یې صدقه جاریه ده! *جزاک الله خیراً.🤲🏻*


*د عثمانیانو لومړی یرغل په اروپا کې: د ادرنه فتحه* *د عثماني سلطنت په تاریخ کې اروپا ته د ننوتو پیل په ۱۳۶۱ زېږدیز کال کې وشو، کله چې د عثماني سلطان مراد اول په مشرۍ، د بلغاریا ښار ادرنه فتح شو. د ادرنه فتحې عثمانیانو ته په اروپا کې د خپلې سلطنت د بنسټ ایښودو لپاره یو قوي ګام برابر کړ.* *د مراد اول تر مشرۍ لاندې، عثماني پوځ خپلې چټکې او پیاوړې جګړهییزې تګلارې وښودلې. ادرنه له جغرافیوي پلوه خورا مهم ښار و، ځکه چې دا د اروپا او آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت درلود. د دې فتحې نه وروسته، سلطان مراد اول ادرنه د خپل حکومت د مرکز په توګه وټاکه، او دا ښار د عثماني سلطنت اروپایي پلازمېنه شو.* *د ادرنه فتحه د عثمانیانو لپاره یو تاریخي پړاو و، ځکه له دې وروسته یې د بالکان په بېلابېلو سیمو کې خپلې فتوحات ته دوام ورکړ. د عثماني پوځ د پیاوړې جګړهییزې تګلارې او ځواکمن پوځ له امله، دوی وتوانېدل چې په لنډ وخت کې د اروپا پراخې سیمې ونیسي.* *له دې فتحې سره، عثمانیانو په اروپا کې خپل ګامونه ټینګ کړل، او دا فتحه د هغوی د سلطنت په اروپایي برخه کې د نورو فتوحاتو دروازې پرانیستلې. د ادرنه فتحې د عثماني سلطنت د ثبات او پراخېدونکي نفوذ بنسټ کېښود، چې د اوږدې مودې لپاره یې دوام وکړ.* *#عثماني_سلطنت* *~⫍طــلحه⫎~* *~⭛⭛⭛~* *راځئ خپل هیر شوي ویاړونه او تیر تاریخ یو ځل بیا مطالعه کړو .*

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې ۴ کاري ورځې عمومي رخصتي اعلان کړه. یاد وزارت زیاته کړې، چې د رسمي کلیزې پر بنسټ، د عرفې مبارکې ورځې څخه وروسته (چې د جمعې ورځ ده) څلور کاري ورځې د لوی اختر په مناسبت ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.


نوی ترنم اې د حرم په غېږ کې ناسته یاره ترنم: مولوي عبدالواسع صمیم شاعر: حنیف فکري روزنه په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ. د تلیګرام لینک https://t.me/Yaqeen4455 د واتساپ لینک https://chat.whatsapp.com/EY1XDJ6HkH51hJCtdQ2LhP

د اوسني وخت مطلق اکثريت خواخوږي هغوی دي چې شرمول کوي، بلکي شرمول همکاري، تشويق او دوستي ګڼي. عبدة بن سليمان ويلي دي: له عبد الله بن مبارک سره د روم خواته په غ زا تللي وو، د دښ من له صف نه يو نفر ميدان ته ووت او د مبارزې غوښتنه يې وکړه، زموږ له صف نه يو نفر ورووت له يوڅه مقاومت وروسته يې د دښمن پهلوان بل جهان ته وليږل، بيا يې بل وليږل، بيا هماغه زموږ ملګري له دوی نه د مبارزې غوښتنه وکړه، له هغوی نه يو نفر ورته راغی هغه يې هم وليږل. زموږ د صف غازيان په دغه غازي باندي راټول شول، زه هم په را غونډشوو کې وم، خو زموږ غازي مخ پټ کړی و نه پيژندل کيده، ما چې مول ورنه واخيست هغه عبد الله بن مبارک و، راته ويې ويل: «ای أبو عمر! ته هم له هغوی ځيني يې چې شرموي مې!» [صفة الصفوة، لـ ابن الجوزي، ٣٢٩/٢] رحمة الله تعالی عليهم

الإستغفار : - ګناه لۀ منځه وړي: ﴿ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارٗا ﴾ الإستغفار : - قحطي لۀ منځه وړي: ﴿ يُرۡسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيۡكُم مِّدۡرَارٗا ﴾ الإستغفار : - فقر او عقامت لۀ منځه وړي: ﴿ وَيُمۡدِدۡكُم بِأَمۡوَٰلٖ وَبَنِينَ ﴾ الإستغفار : - کمزوري لۀ منځه وړي: ﴿ وَيَزِدۡكُمۡ قُوَّةً إِلَىٰ قُوَّتِكُمۡ ﴾ الإستغفار : - د نجات سبب ګرځي: ﴿ وَٱسۡتَغۡفِرُواْ رَبَّكُمۡ ثُمَّ تُوبُوٓاْ إِلَيۡهِۚ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ﴾. خپله ژبه لۀ استغفار سره عادت کړئ. أستغفر الله العظيم الذي لا إله إلا هو الحي القيوم و أتوب إليه.