فکري روزنه
فکري روزنه
February 2, 2025 at 02:22 AM
بسم الله الرحمن الرحیم *د اسلامي نړی جنګونه او د کفري نړۍ ګټې* هر کله چي همدا موضوع مخته راشي نو څه مو فکر ته راځي؟ هو همدا به مو فکر ته راځي د مسلمانانو ويده ساتل،د اسلام سرتیرو له منځه وړل،د مسلمانانو خپل منځي اتحاد له منځه وړل،د اسلامي خاوري له ذخايرو څخه استفاده..... هو د کفري نړی همدا ګټي دي خو که عميق او ژور فکر وکړو نو دا ظاهري او مادي ګټي د هغو فکري او عقيدوي لاسته راوړنو چي له همدې لاري يې کفري نړی تر لاسه کوي ډيره کوچنۍ برخه جوړوي، په فکري لحاظ د يوې عقيدې او طريقې منزوي کيدو عوامل په هماغه عقیده کي د ناسمو احکامو موجوديت ده خو دا چي الحمدلله په اسلامي عقيده هيڅ کوم ناسم حکم نده موجود نو په همدې لحاظ کفري نړی ناسم عقايد په کاذب ډول پر اسلام تپي.څنګه يې تپي؟همدا د مسلمه امت بين البيني جګړې دي چي همدې مسائلو ته لار هواره وي. څنګه يې هواره وي؟که تاسو چيرته د اسلام تبليغي لړۍ کتلې او مطالعه کړې وي نو پوه به شئ چي د کفري نړی په عوامو ته اسلام د يوه جنګ غوښتونکي دين په توګه معرفي شوی ده دا مفکوره د کفري نړۍ د لعينو او منافقو مشرانو له لوري ځنګه په فکرونو ځای پر ځای کيږي؟ د نړۍ نا امنه هيوادونه او ورسته پاته هيوادنه کوم دي معلوم جواب ده اسلامي هيوادونه او د همدې نا امنیو او وروسته پاتي والي اصلي عامل د کفارو په واسطه جوړي د مسلمانانو بين البيني جګړې دي خلاصه د ليکني دا ده چي کله راهبان په دې پوه شول چي اسلام د حقيقي حقانيت او جلال په درلودلو سره مستقيم نشو کولي چي په کفارو کي له خپريدو څخه مخنیوی وکړي نو يې له همدې غير مستقيمي طريقې څخه استفاده شروع کړه نو د کفارو په واسطه د جوړو شويو جګړو اصلي هدف په اسلامي خاوره کي د اسلام د ځپلو سره سره د عامو په کفارو په ذهن کي داسلام غلط معرفي کول دي.
❤️ 1

Comments