
RTA Pashto
7.7K subscribers
About RTA Pashto
Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د پنجشېر له کانونو استخراج شوي څلور زره او ۷۷۶ قیراطه زمرد د نږدې ۴۶۸ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شو. د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د دې زمردو په داوطلبۍ کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه وروسته په دې ولایت کې د کانونو کېندنې منظمې پروژې پیل شوي، چې د کورنیو سوداګرو ترڅنګ لسګونه بهرني پانګوال هم د قیمتي ډبرو په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی. #مليتلویزیون


نن سېشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي. #مليتلویزیون


تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران پر اشغال شوې لوېدیځه غاړه د بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده. د راپور لهمخې، د اشغال شویو سیمو په دان، شارون، لاخیش، ساحل او یرکون ښارګوټو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي. #مليتلویزیون


که غواړئ له مهمو ورځنیو پېښو څخه پر وخت خبر شئ، نو د ملي راډیو تلویزیون واټساپ چینل درسره وڅارئ.📷 https://whatsapp.com/channel/0029Va8LsO6DjiOfa87CtC


موږ پر تریډز هم وڅارئ! ⬇️ https://threads.net/@rtapashto1


د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام! #مليتلویزیون


د كابل او یو شمېر ولایتونو د سبا ورځې هوا حالات! #مليتلویزیون


د صهیونیستي رژیم پوځ منلې چې د غزې تړانګې په سویل کې د بریدونو له امله یې یو عسکر وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي. دغه راز تېره ورځ (دوشنبه) هم د غزې په سویل کې یو اسرائیلي عسکر وژل شوی و. #مليتلویزیون


اسرائیلو نړیوالې رسنۍ او ټولنیزې پاڼې سانسور کړې دي. په تلابیب، اشغال شوي قدس او نورو اشغالي سیمو کې د عربي رسنیو په ګډون د نورو نړیوالو رسنیو نشرات هم سانسور شوي دي. دغه راز ایراني رسنیو ادعا کړې، چې په تلابیب او نورو ښارونو کې د یوټیوب او انسټاګرام ژوندي نشرات هم حذف شوي دي. له دې وړاندې د صهیونیستي رژیم پوځ د ایران د توغندیو لګېدو له سیمو څخه د انځورونو اخیستل منع کړي و او دا یې په «جنګي شرایطو کې له دښمن سره مرسته» بللې وه. #مليتلویزیون
