RTA Pashto
RTA Pashto
June 18, 2025 at 04:08 AM
اسرائیلي ټانګونو تېره ورځ د غزې تړانګې په سویل خان یونس ښار کې د بشري مرستو لپاره په راټولو شویو فلسطینیانو ډزې کړې دي. د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په دغه برید کې ۵۹ فلسطینیان شهیدان او ۲۲۱ نور ټپیان شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه تړانګه کې د بشري مرستو د وېش له پیل راهیسې په یادو مرکزونو کې ۳۹۷ فلسطینیان شهیدان او له درې زرو څخه زیات ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو په غزه کې د بشري مرستو د وېش په سیستم نیوکه کړې او دا یې خطرناک، نا کافي او د بشري قوانینو خلاف بللی دی. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: اسرائیلي ټانګونو تېره ورځ د غزې تړانګې په سویل خان یونس ښار کې د بشري ...
😢 ❤️ 👍 🙏 😂 😮 76

Comments