
(د فکر يون)
60 subscribers
About (د فکر يون)
هڅه وکړئ ترڅو د رب رضا ته په يوڅو وړو کارونو ورسېږو ځکه د هغه عزوجل خوښي څرګنده نه ده چې په کوم يوه نېک عمل کې پټه ده.❤️🩹 #د_فکر_يون! زمونږ رسنيز لينکونه؛ يوټيوب: https://youtube.com/@da_fikar_yoon?si=p0pCpmDHDYWLrWdd ايکس يا پخوانی ټويټر: https://x.com/@da_fikar_yoon فيسبوک: https://www.facebook.com/share/18iWuUoDGL/ واټساپ چينل لينک: https://whatsapp.com/channel/0029Vam1AWW9sBIILlMxTg0t
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

که د ننيو خلکو عمل د هغوی د معلوماتو په دريمه برخه هم وای ؛ دنيا به په نېکانو رنګينه وه ، خو متاسفانه د معلوماتو له پلوه سم کمپيوټران يو مګر عمل مو نشته🤕 #تجربه! #هڅاند_فکرونه!

ـ څۀ دنده لرې؟ ـ څومره معاش لرې؟ ـ وادۀ ولې نۀ کوې؟ ـ ښځه دې کوم صفات لري؟ ـ کورنی ژوند مو څنګه دی؟ دا پوښتنې نن سبا عامې دي. دا د [تركه ما لا يعنيه] خلاف خبرې دي. کۀ يو سړی د اسلام محاسن پۀ ځان کې راولي نو دا ډول پوښتنې دې نکوي. پۀ حديث کې د بې ځايه او غير مهمو پوښتنو بدي بيان شوې ده. ترمذي کې راځي: من حسن إسلام المرء: تركُه ما لا يعنيه. 📖 شرح الاربعين النووية (123). د سړي د اسلام لۀ ښو خويونو څخه: د بې فايدې شيانو پرېښودل دي. حمزه الکناني وايي: دا حديث د اسلام درېيمه برخه ده. 📖 تنوير الحوالك (3/ 96) د اندلس امام: ابن عبدالبر وايي: دا پۀ وړه جمله کې ستر جامع کلام دی. 📖 التمهيد (9/ 199)

فکري جګړه ډېر په زور کې ده. د ځوان نسل افکارو متزلزل کولو لپاره شپه او ورځ کار کیږي، فکري جګړه ډېره توده ده، اسلامي امت ته د نشنلیزم، الحاد، لبیرالیزم مفکورې داخلي سوي، د اتحاد او اتفاق ټغر ټول سوی. د ځوان نسل فکرونه د بې ثباتۍ لوري ته وړل سوي، داسې ټکول سوي چې د حق او باطل ترمینځ توپیر ورته ستونزمن سوی. فکري جګړې ته مخه اړول او کار ورته ویل زمونږ نوي نسل ته جهادي جذبه، د شهادت مفکوره یووار بیا د زمزم په اوبو مینځل دي. د اسلامي امت د تېر برم د بیا عروج لپاره همدې ټکي ته پاملرنه اولني شرائطو کې ځای لري.

بحران!. د يو چا د محبت په سپين جهان کې رسېدلی يم د عشق په اسمان کې تر عروج د سپيلنو يمه لاليه بلند عرش ته دګلونو بيابان کې د ژوندون ورک ارمانونه چې پوره شي راوتلی يم عمل ته په ميدان کې لټوم د ميلونو فکرونو منځ کې بس يو فکر راسره دی په وجدان کې ټول یاغي جهان مې اوس لېونی بولي چې شعرونه جوړوی نه شم لبان کې د قانت قلمه ويښ شه که ژوند غواړې ایمانونه الحاد وړي دې بحران کې جمعه مبارکه ۲۰۲۵/۲/۲۱ ۱۴۴۶/۸/۲۲ ۱۴۰۳/۱۲/۳

يارمل کندوزی صاحب ☝️ هم ډېرې جالبې د شعر په آهنګينه ژبه راته وړاندې کوي!.

پام کوئ ، ګوره د يو چا دُنيايي ژوند ته مه ګورئ! #هڅاند_فکرونه! #پام!

تدۡبِیرګر: داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف اوله برخه (۱) باسمه تعالی يوه ورځ د ښار په لوی جامع جومات کې د جمعې مبـارکې د ورځې تر لمانځه وروسته له جوماته په وتلو وم چې تليفون ته زنګ راغی، تليفون مې را واخيست چې ومې کتلو نمبر نــه و راسره ثبت شمیره مې اوکې کړه تر سلام وروسته يې وويل: مولوي صيب منتقم يم، که تکلیف درته نه وي همدغلته ودرېږه زه درنږدې يم. حيران شوم ځکه دا درېیم کال و چې منتقم پــه تشكيل کې د تعرضي قطعې مجاهد و، دا د راسخې عقيدې ځوان مجاهد لكه څرنګه چې په ونه دنګ و الله تعالى همداسې له لور عزم او عالي توكل څخه هم برخمن ګرځولی و. منتقم له رانږدې کېدو سره سم له خـندا ړنګ و، غېږه مې ورته خلاصه کړه تر روغبړ وروسته مې له لاسه ونیو ما ويل راځه نور مجلس به په موټر کې کوو، منتقم هغه وخت ما ليدلی و چې کله مونږ د پوځيانو یو کوچنی بېس فتحه کړ، په هغه ورځ منتقم له جيبه سپین بـيرغ چې په منځ يې په دايـــروي حلقه كليمه شريفه ليکل شوې وه را وکيښ، پـه يوه اوږده لكړه ځړېدلى شین بيرغ يې راښکته او پر ځای یې د اسلام سپين بيرغ ورپاوو. د هغې ورځې تر معركې وروسته به ما او منتقم كله كله رابطه كوله، بيا يو وخت داسې راغی چې زه په يوه بل کار پسې مصروف شوم، منتقم همالته په قطعه کې پاتې شو، د الله تعالى شان ته وګوره چې نن مو يو ځل بیا د يوه او بل په دیدن سترګې يخې شوې. په خبرو خبرو کې مې له منتقم څخه له لومړي خط نه د راستنېدو پوښتنه وکړه، ما ويل منتقم جانه خيرت خو و څنګه دې زمونږ په خوا لار را غلطه کړې؟ زما له دې پوښتنې سره سم د منتقم سترګې له اوښکو ډکې شوې، خپله دسمال يې سترګو ته ونیو په سلګيو شو ما يې پـه سر لاس کېښود ډاډ مې ورکړ ګرانه زه درسره یم؛ ولې؟ څه پېښه وشوه چې ته یې نا آرامه کړې که زما په پوښتنه خفه شوی يې، ما وبښه ګرانه، هيڅ مې پام نه و، راځه چې يو ځل کور ته ولاړ شو بيا به په کراره کیسې کوو. منتقم يو څه ځان سره راټـول کړ سترګې يې له اوښکو پـاکې کړې، ويل نه همدا ځای سم دی ، وروسته به ولاړ شو، منتقم ويل: هغه وخت چې زمونږ قطعه په جنوبي وزيرستان کې وه، په دښمن مو ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه، هغه وخت د شمالي وزيرستان نظامي مسئول له مشر امير صيب څخه د مرستې غوښتنه وکړه، امير صيب زمونږ د قطعې مشر ته پـيغام راولېږه چې خپل ملګري درسره واخله، ژر تر ژره حرکت وکړه او شمالي وزيرستان ته ځان ورسوه، مونږ له روانېدو سره سم خپل نظامي مورچل نورو مجاهدينو ته پرېښود او شمالي وزيرستان ته مو حرکت وکړ، ترتيب داسې وو چې د قطعې ټول ملګري په پنځه کسیزو کوچنیو ګروپونو ویشل شوي وو، د هر ګروپ لپاره خپل موقتي مشر انتخاب شو، زه د خپل ګروپ د ملګرو مسؤل وټاكل شوم، زمونږ د ګروپ د روانېدو نوبت وروستی و۔ تر څو شپو مسلسل مزل وروسته يو وخت داسې راغی چې ملګرو باندې له هرې خوا سختي راغله، په جېب کې هر څه را ختم شول، د قطعې مجاهدينو ته اجازه نه وه چې له ملکي کورونو څخه د ډوډۍ په نوم څه وغواړي، ځای ځای به چې کوم دوکان په مخه راغی، د پیسو د نشتون له وجې به مو لاره ځینې كـږوله نه مو د شپې آرام کولای شو نه مو ورځ په کرار وه. #دوام_لري.... دوستان باید د دویمې برخې لپاره خپل نظر څرګند کړي 😊 داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف دویمه برخه (۲) باسمه تعالی په بله ورځ مو چې سفر پېل کړ، پتکي موله اوبو خالي شوي وو، په لاره مو نـــه د اوبو څرک پېدا کړ نه هم د خوراک لپاره څه وو، د جوزا په مياشت کې يوه ورځ غرمه مهال لمر ډېر ګرم و، له ډيرې تندې مو د خوړ په غاړه د یوې صحرايي ونې سوري ته پنا یوړه خپل څادرونه مو د فرش پر ځاى راته هوار کړل، هر سړي خپله چانټه سرته د بالښت پر ځای کېښوده، زه لا نـاست نه وم چې ناڅاپه د حارث له خولې چیغه ووته او پر ځمکه پر مخې رانسکور شو، زر زر مو د ونې ډډې ته تكيه كو حارث ویل چې ما آرام پرېږدئ، خپل ځای مې حارث ته پرېښود او ستوني ستغ مو پرې څملاوو، لــه چـانټې مې څادر تاوکړو د حارث له سر نه مې کــرار لاندې کړه، د حارث حلق وچ کلک و له ډېرې تندې يې ژبه پولۍ شوې وه، په وجود يې د درد او ستړیا نښې پرتې وې، په تندي به یې کله كله نرمه خوله راغله، پتکي مو له اوبو خالي وو، اوبه هم د دښمن تر سترګو لاندې وې، نږدې ساحـو کې د کلي او کور درک نه لګېده، مخابرو يوه ورځ مخکې لا چارج ختم کړی و ما طلحه ته وويل چې پـه هر ترتیب وي حارث ته اوبه را پیدا کوو. طلحه، حنظله او ضرار مې همدلته پرېښودل، پتکی مې راسره واخيست چې روانېدم طلحه ويل چې داسې نکېږي، ته له حارث سره پاتې شه په اوبو پسې زه ځم، له ډېر ټینګار وروسته ما او حنظله له حارث سره پاتې شوو، طلحه او ضرار په اوبو پسې ولاړل، سيند شاوخـوا داسې د نیم ساعت په مزل له مونږ څخه ليرې و، له سيند سره به همېش د پوځیانو ګزمه ګرځېدله، ځکه پوځیان هم په دې ویره کې وو هسې نه د اوبو د وړلو پرمهال د مجاهدينو د بريد ښکار شي، مونږ همدلته معطل وو چې داسې يو ساعت وروسته مو د ټوپکو خپ خپ غږونه تر غوږ شول، په زره مې راتیره شوه لكه چې طلحه دوى محاصره دي ما چانټه وتړله مګر حارث په مړ ژواندي حالت راته وويل چې مه ځه، د حارث سترګې له اوښکو ډنډ وې، داسې ښکارېده چې د طلحه دوى حالت يې ځوروي، د ټوپکو غږونه کرار کرار ډېرېدل، لا به پنځه دقيقې نه وې وتلې چې د ټوپکو غږونه رانېږدې شول، ما حارث ته لږ په سخته لهجه وويل چې لږ همت وكړه ځان تلو ته برابروه، مګر هغه خوارکي به راڼه راڼه راوکتل، حنظله ته مې وويل ځان دفاع ته برابروه کیسه جوړه نه ده که څه مشکل و ته حارث درسره واخله زه به پوځیان مصروف کړم، مونږ لا په دې خبرو وو چې طلحه په داسې حالت کې چې په يوه لاس يې ټوپک نیولی و اوله بل لاسه یې وينې څڅېدلې په چټکۍ را روان و، له را رسیدو سره سم يې له اوږې پتکی را وغورځاوو ويل حارث ته اوبه ورکړئ، ما حارث ته پتکی په شونډو ورکېښود مګر د حارث شونډې ونه ښوریدې، سترګې مې پرې خلاصې کړې حرکت پکې نه و، حنظله يې په زړه باندې پنجې کېښودې په زوره زوره يې زړه ته ټکان وركړ خو حارث بې سیکه په زمکه غځېدلی و، په دې وخت مې د طلحه لاس ته پام شو چې لستوڼی یې شلېدلی و له ګوتو یې وینې څڅېدې، طلحه په مټ لږېدلى و، د خپل لاس زخم ته یې پام نه و خو چې د حارث مړ ژواندي حالت يې ولید په چیغو شو، #دوام_لري.... د تشویق له مخې دوستان باید د دومره ذوق ښکارندوینه وکړي چې مونږ د دریمې برخې نشرولو ته اړ باسي. جزاك الله داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف دریمه برخه (۳) باسمه تعالی ما منډه واخيسته چې طلحه راپسې چيغه کړه چيرته ځې ودرېږه، ما ويل ضرار څه شو، ويل ضرار پوځیان په بله خوا په ځان پسې کړل ماته یې ویل چې ته حارث ته اوبه ورسوه ما منډه کړه او دوى ته مې همدا ويل چې تاسو حارث باندې پام کوئ زه ضرار ته ورځم ګوندې تراوسه ژوندى وي، اوس هم د ټوپکو یو نیم غږ راته، طلحه په ما پسې رامنډه کړه ویل لېونی شوی یې ضرار به اوس ډېر لرې تللې وي، هلته حنظله د ونې لاندې سلګيو اخيستى و، زمونږ غالمغال يې چې ولید، کرار کرار را روان شو. دا حالت هغه څوک تصور كولاى شي چې د سنګر ملګري یې د دښمن په مېنځ کې حصار وي او بل د مرګ په حال په سلګيو وي، هغوی د دې صحنې شاهدي وركولاى شي چې د معرکې لومړي خطونه يې په خپلو وينو رنګين ساتلي وي، دا کيسې د تخت او پالنگ ویده ځوانان نه شي انځورولای، د ښار زلمي د داسې وېرېدونکو داستانونو په لوستلو ډارېږي، هغوی ته د مجاهدينو د ژوند کيسې د پيريانو افسانې ښكاري، مګر د منتقم داستان د هغه چا په وجود تاثیر کوي چې د الهی مینی جلوې يې لا په رګونو کې ژوندى وي، هغوی چې د خپلو هډونو فداکارۍ ته د ايمان له نوره ښکلا وربښي د هغوی کیسې د مؤمنانو د سکون او د خوښۍ سبب ګرځي، مجاهدين د خپلو وجودونو په نذرانې سره د امت د لوړاوي لپاره هر رنځ او درد ته په ورين تندي ښه راغلاست وايي، د پايزېب په شرنګ مست شاعران كله د دې انقلابي صحنو لپاره چاربیتي جوړولاى شي، دا خو د يو ويښ ضمير او يوه سپین قلم کمال وي چې د خدای د لارې دا هسک ستوري په خپلو وینو د تاريخ پاڼو ته سپاري. زه به لا شل پنځلس قدمه نه وم تللی چې طلحه له مټې ونيولم، ويل کرار شه تر اوسه د حارث حالت معلوم نه دى، بيا خو ته ضرار ښه پېژنې، هغه خو داسې مجاهد نه دی چې په اسانۍ يې څوک په دام کې ښکیل كري، زړه مې هيڅ طاقت نه کاوو، چې کله به مې ضرار د دښمن په مېنځ کې حصار وليد بيا به نا ارامه شوم، طلحه د اوبو پتکی راکړ یو غوړپ اوبه مې ترې وڅښلې، ايله مې ساه واخيسته، حنظله ته مې پام شو، هغه ستړى د ستومانه مجاهد چې دايې پنځم کال و چې له کور، کلي او خپلوانو مسافر له مونږ سره په يوه سنګر کې جنګېده، حنظله ته پتکی ورکړ هغه هم اوبه وڅښلې، لږ ګړۍ وروسته بېرته حارث ته ور وګرځېدلو حارث کرار پروت و په شونډو يې جنتي مـوسکا غوړېدلې وه، حارث خپل ابدي سفر پیل کړی و، کله به حنظله د حارث په مخ ورپرېوت په چیغو به شو، کله به طلحه د حارث په تندي لاس کېښود او همدا به يې ويل، وروره اوبه مې درته راوړې، خير ده سترګې دې خلاصې کړه خو حارث زمونږ څخه ناخبره په بله دنیا قدم اېښی و، هغه دنيا چې پای نه لري، هغه دنيا چې نعمتونه یې نه سترګو ليدلي نه غوږونو اورېدلي او نه يې څوک تصور کولای شي، حارث مونږ ته د حال په ژبه همدا کیسه کوله: #زما_د_سنګر_ملګرو𝄒𝄒 ستومانه نه شئ، ستړي نه شئ مورال مو کمزوری نه شي که زه له بې سيکۍ شهيد شوم خو تاسو همت لــوړ ســــاتـئ، تاسو ته د امت واړه زاړه په تمه دي، ستاسو دا ستړيا له ځان سره یو سپین سباؤن راوړي، تاسو نه ګورئ چې د وزیرستان پل په پل خاوره د انقلابي زلمكيو په وينو رنګينه ده، تاسو د هغه باعزمه انسان سپاهیان یاست چې د يوه عرب مجاهد لپاره يې ټوله بادشاهي ځار کړه، توکل مو عالي ساتئ مټې مو مضبوطې لرئ، قدمونه مو مستحكم ږدئ، ځکه تاسو د اقصی د آزادۍ نعره پورته کړې، دا داعيه د سستو انسانانو کار نه دی. #دوام_لري...... داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف څلورمه برخه (۴) باسمه تعالی مونږ لا په سلګيو وو چې حنظله د حارث د جېبونو په لټولو شروع وکړه، ما ويل وروره ته څه شی ګورې؟ حنظله ویل چې حارث ماته يوه ورځ ويلي و كه زه شهید شوم زما په جېب کې يو کاغذ پروت دی، هغه به راواخلې او او خامخا به يې د مجاهدين په مخ کې ولولې، حنظله د حارث شهيد د جامو جېبونه لټول چې په چـانټه کې يې زما پر یوه کاغذ پام شو، کاغذ مې را وکيښ، څنګه مې چې خلاص کړ له کاغذ نري ګردونه پورته شول، حارث ليكلي وو: زما د سنګر خوږو وروڼو! ماته دې زما شهادت مبارک وي، شپږ مياشتې مخکې چی زه زخمي شوم تاسو يواځې زما د مخ او لاسونو زخمونه پټۍ کړل، زما د سينې يو زخم تاسو ونه لید زما د سينې زخم که څه هم کوچنی و خو درد یې ډېرو، ما به له تاسو په پټه كله كله لږ شات په کې کېښودل، د شاتو له وجې زما د سينې زخم کرار کرار جوړېده، څه وخت دمخه يوه شپه زما پر زړه ډېر سخت او شدید درد راغی، په یوه بهانه له تاسو لرې لاړم زخم مې وكوت، د زخم په ژوره کې يوه توره نرۍ چره پاتې وه، هغه چره زما زړه ته ډېره رانږدې وه، کله كله به یې سخت ژوبل کړم، زما د سنګر ملګرو زه پوهېدم که هغه چره زه له سينې اوباسم هم زما ژوند اخلي او که پاتې شي هم به يوه ورځ خامخا زما ژوند راڅخه اخلي، که زه شهید شوم، زما زخم وګورئ زه له لوږې او تندې نه يم شهيد شوی بلکې نن ورځ هغه چره زما زړه ته را رسېدلې او زما زړه يې داغلى دى... تر دې ځايه مې خط ولوست نور مې طلحه ته ورکړ، ژر ژر مې د حارث تڼۍ خلاسې کړې چې ګورم له سينې يې خپل دسمال تاو کړی و، دسمال مې کرار کـــــرار خلاص كړ، د حارث پر سینه د زړه ترڅنګ یو کوچنی ژور ټپ و، که څه هم زخم جوړ ښکارېده، مګر يوه توره تېره چره يې د زخم په مېنځ کې نښتې وه، ما د اوسپنې چره په کراره کراره وښوروله، حنظله، ويل چې مه یې کوه خوږ نه شي، له دې خبرې سره د طلحه له خولې یوه کریکه ووتله، د حارث په سينه راپرېوت په سلګو شو، د حارث په زړه کې نښتې چره مې هماغسې پرېښوده چې د رب العالمين جل جلاله حضور ته له اوسپنو او چرو ډک زړه ور وړاندې شي، ترڅو د حشر په میدان خلک دا هم وويني چې يو چا د خپل معبود د محبت په پار خپل زړه له چرو ډک راوړی، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل شهید حارث فخر وکړي، چې نورو ته يې په حال غبطه ورشي او مجاهدين په خپل غازي حارث وویاړي. شپې ته لا لږ وخت پاتې و، طلحه ته مې وويل ګرانه داسې نرمه خاوره وګوره چې حارث امانت ورته وسپارو، کېداى شي پوځيان زموږ په لوري راشي، که يې ضرار شهید کړی نه وي نو بيا د ضرار تعقيب او څارنه نه پرېږدي احتياط ښه ده، له يوې خوا مې ضرار ته اندېښنه وه له بلې خوا د حارث شهادت داسې کړی وم چې هغه حالت د ويلو نه دی، طلحه د ونې څخه خاښونه ماتول چې زما پرې پام شو ما ويل طلحه جانه لاس دې تازه زخم شوى، له ځان سره پام کوه هسې نه ژوبل دې کړي، ما او حنظله هم ور پورته شو له ونې مو وچ خاښونه را مات کړل په شپه شپه مو حارث شهيد ته قبر وكينده، حارث مو قبر ته ښکته کړ، له تندي نه مو يې سره پټۍ چې په مېنځ يې کليمه ليکل شوې وه تاو کړه، په سر مو څادر ور خپور کړ او د رب العالمين حضور ته موتک تنها رخصت کړ. #دوام_لري...... داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف پنځمه برخه (۵) باسمه تعالی ټوله شپه مو د حارث د قبر په غاړه تېره کړه، ترسهاره مو څار هم كاوو، چې دښمن مو تعقيب نه کړي، د سهار په راتلو مو لمونځونه په تیمم ادا کړل، د حارث په قبر مو شناختې ودرولې، مونږ درې واړه تر يوې اوږدې مراقبې وروسته ترې روان شوو، زمونږ له مېنځه دوه ملګري رخصت شول، د ضرار معلومات نه کېدل، مګر حارث مو د خپلو سترګو په وړاندې خاورو ته وسپاره، له مونږ سره د خوراک لپاره يواځې د هغه پتکي اوبه وې چې ضرار يې تر موږ پورې په رارسولو ځان د دښمن مرميو ته سپر کړی و، تر ماښامه رهي و، د هيڅ انسان د پښو خاپونه مو تر سترګو نه شول، چانټې مو هم تر نيمایي خالي شوې وې، ماسخوتن قضا په يوه لوړه ژۍ باندې مخ پورته روان وو چې د سپيانو غږونه مو تر غوږ شول، کوم چا سپيان وشړل، له دې سره يې زمونږ خوا ته را غږ کړ: څوک یئ او له چا سره مو کار دی؟ ما ملګرو ته ويل که دا خلک د دولت کسان وي بيا يې پوښتنه نه کوله، ښکاري چې د دې سيمې اوسيدونکي به وي يا هم کوچيان دي، ما بېرته غږ ور وکړ: مسافر يوو، لار مو غلطه کړې، زما له غږ سره سړي خپله لاسي بتۍ زمونږ خواته را رڼا کړه ویل راځئ، سپيان مې لرې پسې واخېستل، ملګرو ته مې بيا هم د احتياط وویل، هسې نه په دام کې ښكیل شو، د طلحه عادت و چې په ټوپک به یې مرمۍ تېره وه، ماشې ته يې ګوته ور نږدې کړه، مونږ د سړي خواته ورو ورو ور روان شوو، په ونه دنګ یو هډور ځوان سره مخ شوو، چې په يوه لاس يې لاسي بتۍ نيولې وه، په اوږه یې روسۍ ماشینه، تر روغبړ وروسته یې ويل چې په ما پسې راځئ نور مجلس به په ناسته کوو، لږ چې مخته ولاړو لاندې په دره کې مو په يوه لويه کیږدۍ سترګې ولږېدې، کېږدۍ ته په رسدو یوې بوډۍ راغږ کړ: قاسمه زويه! مېلمانه هغه پورې خيمې ته درسره یووسه زه همالته ډوډی درلېږم، خیمې ته له رسېدو سره سم قاسم زمونږ د ډوډۍ بندوبست وکړ په ما له ډېرې بې خوبۍ سر تاوېده، حنظله هم کرار کرار خوب زنکاوه، خو طلحه بیا په بې خوبۍ کې کلک و لږ ساعت به ناست و چې د قاسم د پښو غږ مو تر غوږو شو، مونږ ځانونه سره ټول کړل تر دې وخته قاسم هم خيمې ته له ډک شکور سره راننوت، قاسم د مېږو په شیدو کې ډوډۍ ميده کړې وه، ورسره يې په يو زېر جام کې ويلي شوي كورني غوړي هم راوړي وو، له ډېرې ستومانۍ مې يو څومړۍ وکړې نور په ځان نه وم پوه شوی چې يو وخت حنظله را ويښ کړم ویل پورته شه د سهار لمونځ قضا کېږي، تر لمانځه وروسته حنظله او طلحه ویده شول ځکه ټوله شپه يې په نوبت پیره کړې وه، د لمر تر راختو لږ ساعت وروسته کوچی راغی ویل چای تیار دی، ما ملګري وښوروول چی پورته شئ چای تیار دى، حنظله له خوبه زنګیده، مګر طلحه سمدستي پورته شو هغوى دواړه بیرون د اوداسه لپاره ووتل، ما دسترخوان وغوړاوو، قاسم په مېلمه پالنه کې د خپلو نيکونو دود نه و هیر کړی د سهار د چای لپاره یې شيدې او کورني غوړي ورسره د تناره ګرمه ډوډۍ راوړې وه ، مونږ په چای باندې مصروف وو چې کوچي په خبرو خبرو کی راته وویل: د چا ملګري يئ ...؟ له دې پوښتنې سره مې جټکه وخوړه، داسې تلولي غوندې شووم، ما ويل څنګه د چا ملګري يوو؟ هغه ويل چې دلته ډیری وخت طالبان راځي، له ډېرو سره زما شناخت دی، آن زما مورکۍ د ډېرو زخمیانو په زخمونو پټۍ هـم تړلي، زمونږ په کېږدۍ کې هر وخــت يو زخمي موجود وي تر تاسو مخکې يو ځوان طالب هم راغلی و، هغه هم له تاسو خپل ملګرو څخه ورک شوی و، دلته یې لږ وخت تیر کړ بيا ولاړ.. #دوام_لري..... داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف شپږمه برخه (۶) باسمه تعالی د کوچي په دې خبرو مې ضرار را په ياد شو، سمدستي مې له کوچي پوښتنه وکړه چې هغه څنګه ځوان و کوم رنګه جامې يې په تن کړې وې، بوټونه يې څنګه وو، يولستوڼی خو به يې شلېدلی نه و، کوچي ويل هو سپين سرويس بوټان يې په پښو وو، تورې جامې يې پرتن وې، ګريوان يې څيرې و او له سره يې سره پټه تاوکړې وه، کومې نښې چی قاسم يادولې بس هماغه زمونږ شوخ او مسافر ضرار و ماژر ژر بوتان په پښو کړل ملګرو ته مې ویل چی پورته کېږئ قاسم ويل لكچې هغه هم ستاسو ملکری و شک را ولوید هسې نه ضرار په کومه لومه کې ښکیل شوى وي، که له يوې خوا د قاسم د مېلمه پالنې پوروړي وو، له بلې خوا خپل مجبوريت دې ته اړ کولو چې په يو چا باندې په اعتماد کې له احتياطه کار واخلو، ځکه ډېر وخت به مونږ اورېدل چې د پوځ مخبرين د ملکيانو په جامو کې ګرځي چې له مجاهدينو سره مخ شي د مرستې په بهانه يې يا په پوځيانو سپاري، يا يې د يو څو روپيو په مقابل کې شهيدانوي. خو د ضرار تري تم کېدلو بې سيکه کړی وم، قاسم ته مې وويل هو هغه طالب زمونږ خپل ملګری دی له ه تاسره يې دمه وكړه بيا په کومه خوا لاړ؟ قاسم ويل، چې د هغه مجاهد خپل نوم ضرار و، د ضرار په اورېدو مې سترګې ډکې شوې، د الله تعالى شکر مې ادا کړ چې زمونږ ضرار يې تر اوسه ژوندى راته ساتلی و. قاسم ته مو وويل، ورورجانه ستا احسان مونږ نه شو ادا کولاى، الله تعالى جل جلاله دې تکليفونه قبول کړه مونږ درڅخه ځو چې ناوخته کېږي، قاسم ويل تر اوسه ستومانه یئ پاتې شئ دمه مو جوړه کړئ بیابه ولاړ شئ، دې ځای ته نه د حکومت کسان راتلاى شي او نه خو په دې علاقه کې جاسوسان شته، ما یې په اوږه لاس کېښود، ما ويل قاسم جانه که چیرې کار مونه درلوده بيا خو خامخا درسره پاتې کېدلو اوس نو مونږ ته اجازه راکړه چې ناوخته کېږي، قاسم ويل هر وخت ډاډه راتلای شئ زمونږ دا خواره کېږدۍ ستاسو په راتلو برکتي کیږي، څو ورځې وړاندې يو مولوي صيب راغلی و، ما مې له ادې اجازه هم واخيسته چې زه به هم جهاد ته ورسره لاړ شم خو مولوي صيب ويل چې ستا دلته پاتې کیدل د جهاد د ميدان ثواب لري، د کوچي له خبرو سخت متاثره شوم همت او غيرت يې خوند راکړ ما هم د مولوي صيب په خبره تاکید وکړ او قاسم ته مې په همدې خدمت ټينګار کاوو، که نن ته دلته نه وای خدای جل جلاله خبر و چې مونږ به په کومه خوا تللي وو، خو ښه ده چې ته مو پیدا کړې، له قاسم سره مو خدای پاماني وکړه او ترې روان شوو، له قاسم نه مې د ضرار ادرس اخيستى و، قاسم ويل چې ضرار به، داسې پنځه يا شپږ ساعته مزل وروسته، په يوه کلي کې پیدا کړئ، ضرار کوچي ته ويلي و كه زما پوښتنه چا درڅخه وکړه نو همداسې ورته ووايه، ضرار ډېر ځیرک او هوښيار و، هغه به په هر څه کې له يوه ځانګړي تاکتیک څخه کار اخیست، ملګرو ته مې ويل چې لس ساعته مزل به کوو، تر څو تر ضراره پورې ځانونه ورسوو. طلحه ويل چې قاسم خو د ضرار ځای ډیر لنډ ښودلى و ما ويل نه وروره ضرار زه پېژنم هغه، يواځې زمونږ لپاره قاسم ته خپل لوری ور ښودلی و، دا چې ضرار به چېرته پیدا کوو هغه ماته را معلومېږي، تر ډېرو مزلونو وروسته د ماسخوتن د آذانونو وخت و چې پر يوه كلي ورسم شوو، دا دویم کلی و چې زمونږ په لاره کې پروت و لومړني نه مو لاره په دې چپه کړه مونږ ويل هسې نه له کوم ناڅاپي خطر سره مخ شو، دویم کلي ته په نېږدې کېدلو مو د کورونو تتــې رڼاوې تر سترګو شوې، له يو نيم ځای به دسپيانو غږونه هم راتلل، دې کلي کې زه کور په کور بلد وم ځکه ما او ضرار دلته ډېر وخت تېر کړی و، همدا کلی د ضرار د پټېدو ځای هم و، کلي ته په رسېدو مې د کور دروازې ته لاس ونيو، حنظله ته مې غږ وکړ چې ورشه دروازه وټکوه زه د دروازې څنګ ته غلى شوم، طلحه لږ لرې پیره کوله، د دروازې تر ټکېدو لږ ساعت نه و وتلی چې د يوه سپينږیري دروند غږ راغی: څوک يې ...؟ حنظله ځواب ورکړ چې مسافر يو. له هغې خوا سپين ږیري په درانه غږ راغبرګه کړه د كلي جومات ته ولاړ شئ، زه به هلته ډوډۍ دروړم په دې وخت کې زه دروازې ته لږ ورنیږدې شوم چې له هغې خوا سپین ږیری هم راووت تر روغبړ وروسته سپین ږیری زما مخ ته لاسي څراغ را رڼا کړ نو، آشنا ورته معلوم شوم، تر دې پخوا به زه همېش له ضرار سره دې کور ته راتلم، په خپل درانه غږ یې راته وويل... #دوام_لري..... داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف اوومه برخه (۷) باسمه تعالی ستا نوم چیشی دی....؟ ما ويل منتقم؛ د سپین ږيري لاسونه رېږدیدل خو د همت غاړه يې لا هسکه ،وه، لا يې په وجود کې دومر زور پاتې و چې د مجاهدينو پالنه وکړي، سپین ږیري داسې شکي غوندې شو، ويل همدلته معطل شئ زه بېرته ژر را ګرځ. دننه ولاړ له لږ ځنډ وروسته يې له هغې خوا بل کس هم ورسره ملګری کړی و او د دروازې په لوري را روان وو، طلحه ته مې يو ځل بيا د احتیاط اشاره وکړه هغه ډاډه کړم چې تیار یم، سپین ږیري له را رسېدو سره سم غږ راباندې وکړ چې دننه راځئ، زه لا له دروازې نه وم ننوتلی چې يو چا غېږ راڅخه تاو کړه زما له خولې هم چيغه ووتله، ضرار زه په غېږ کې کلک ونیولم يو ساعت مو يو بل په غېږ کې سره ونيول، ما د ضرار تندى شكل كړ حنظله او طلحه هم له ډېرې خوښي سلګو اخيستي وو، له حنظله او طلحه سره تر روغبر وروسته سپین ږیري په درانه غږ ضرار باندې غږ وکړ، ته دې ملګري خونې ته درسره بوځه، زه دروازه بنده وم درځم. مونږ خپل شهید ضرار بیا پیدا کړی و، اوښکې مو نشوای تم کولای، د رب العالمين لپاره دا خپلولي د دنیا له هيڅ ډول لذت سره نه شي تشبیه کیدلای، دا درانه هجرانونه او دا خواږه دیدنونه دا له اوښکو او دردونو ډک داستانونه په عادي ژبو كله لوستل کيدلاى شي، د سنګر ژوند انقلابي او طوفاني ايمانونه غواړي، کوم زلمي چې د امت د دفاع نعره نه شي بدرګه کولای، بې له شکه هغوی د ښار په خوږو کې بنديان دي، زمونږ لپاره نه ښايي چې خپل دا هسک يون د دنيا تر جال او جلال صدقه کړو، دا لار چې د رب العالمين خدای جل جلاله اولى العزمه پیغمبرانو پېل کړې، تر قيامته به يې په ژوندۍ ساتلو د زلميو ککرۍ نذرانه کېږي، مونږ تر حضرت عمر فاروق رضي الله تعالى عنه ښه ځوانان نه يو چې د بيت المقدس د فتحې لپاره په خپلو مبارکو پښو له يو غلام او يو اوښ سره تللی و، زمونږ جګړه نه د قام پالنې لپاره ده او نه هم د خپل ځان د لوړاوي او شهرت لپاره مونږ د زمکې پر سر په هر باطل او د باطل په پالونکو لکه د قفقاز زمريان راښکته کېږو، هر څوک چې د باطل په ننګه زمونږ مخته راووځي او زمونږ په لاره کې خنډونه جوړوي، ولو که زمونږ له خپل نسبه هم وي، زمونږ تورې به يې په ورمېږونو د آسماني تندر په شان را نازلېږي، مونږ د اسلام او د سپېڅلې کلیمې د لوړ والي لپاره دا ژمنه كړې تر څو مو چې په بدنونو كې ساه وي، په دې لاره به خپل سرونه نذرانې ته واړاندې كوو. په خونه کې تر کېناستو وروسته ضرار د حارث پوښتنه وكړه، ويل حارث چېرته دی، ما ورته کړل چې د حارث وضعيت د دې نه و چې له مونږ سره د سفر ملګری شي، هغه مونږ په لاره کې د یو کوچي په خېمه کې پرېښود کوچی قاسم نومېده، ښه اطمناني کس و، قاسم کوچي ويل چې مور مې په کليوالي تداوي كې ډېره تکړه ده، ضرار هم د هماغه کوچي په کور کې دمه کړې وه، کله چې له حارث څخه اطمناني شو نو خپله کیسه یې شروع کړه ضرار له پوځیانو سره ښکېل شوی و ضرار ويل چې لس دولس تنه پوځیان په ما او طلحه پسې شول ما طلحه ته د اوبو پتکی ورکړ چې تاسو ته يې در ورسوي، خپله د پوځيانو سره په جنګ شووم، کله مې چې يو پوځي په نښه کړ، څو تنو هغه ته ورمنډه کړه او نورو زه تعقیبولم، ضرار بل پوځي هم په نښه کړی و، د الله تعالی جل جلاله فضل پرې شوی و چې ده ته کومه مرمۍ نه وه سیده شوې ضرار له ډېرو ستړياوو وروسته د قاسم تر کېږدۍ ځان رسولی و، تر سهاره مو د سنګر خواږه داستانونه نه خلاصېدل، سهار تر لمانځه وروسته مو د لمر د راختو انتظار کاوو، څنګه چې لمر را پورته شو تر هغو سپین ږیري بابا چای هم تیار کری و، د چای تر څښلو وروسته بيا پرېوتلو، لمر د لوېديځ لخوا را تاو شوی و چې سپينږيري بابا په درانه غږ ټول را ويښ کړو، ويل پورته شئ د ماسپښین د لمانځه وخت دى، تر مونږ د مخه ضرار پورته شوی و، د دروازې تر مخ يې د اوداسه اوبه ايښې وې، ټولو ملګرو اودسونه تازه کړل د ضرار په امامت مو د ماسپښين لمونځونه ادا کړ، تر لمانځه وروسته سپين ږيري بابا ډوډۍ راوړه، تر ډوډۍ وروسته مو مشوره وکړه چې مازدیګر به حرکت کوو، ځکه باید په شپه شپه کې تر مرکزه پورې ځانونه ورسوو، ماسپښين قضاء مو له حاجي صيب نه د تلو اجازه وغوښته، پښتانه د خپل اسلامي دود له مخې د مېلمنو په تګ خواشيني كېږي، حاجي صيب ويل که نور نه وي نن شپه خوبه ضرور پاتې کېږئ، سبا سهار مو وختي رخصتوم، ما ضرار ته وويل چې حاجي صيب ته قناعت وركړي، حاجي صيب په نه زړه له مونږ سره مخه ښه وکړه، په آخره کې مو د تکلیف بخښنه ځينې وغوښته، حاجي صيب آسمان ته لاسونه لپه کړل او زمونږ لپاره يې څه پټه دعا وکړه، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې ويل ځئ زامنو په خداى جل جلاله مې سپارلي ياست، الله جل جلاله مو مل شه له حاجي صيب نه تر رخصتېدو وروسته ضرار ويل... #دوام_لري..... داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف اتمه برخه (۸) باسمه تعالی لومړی به د حارث پوښتنه وکړو، که ښه شوی و راسره روان به يې کړو که ژوبل و يا به همالته ورسره پاتې شو يا به یې د حاجي صيب كور ته راولو، ماته طلحه راكتل پوه مې کړ چې غږ مكوه، ضرار ته مې وويل، سمه ده وروره درځئ چې ورشو، مونږ لا پنځه دقیقی مزل نه و کړی چې حنظله سلګئ شروع کړې، ضرار په غېږ کی کلک ونیو ویل ولې وروره خیرت خو بـه وي، ولې...؟ حنظله ضرار ته د حارث ټوله کیسه وکړه، ضرار سلګيو واخيست، سلګۍ يې په چيغو بدلې شوې، ضرار زما ګرېوان کلک ونيو له اوښکو ډکو سترګو يې د انسان هډونه رېږدول، ويل ولې...؟ حارث دې ولې تنها پرېښود، کله به يې طلحه ته ورمنډه کړه، ما خو اوبه درکړې چې حارث ته يې ور ورسوه، ته ناوخته رسېدلی وې، کنه حارث به ولې شهيد کېده، حنظله په چيغو سر و، بیا به ضرار ماته رامنډه کړه، حارث رښتيا شهید شوی، که هسې، ما ځوروئ، خير دى ووايئ ...!! ما داسې ګڼله چې کومه ستره ګناه راڅخه شوې وي، ضرار د ډېر کلک زړه مجاهد و که به مو کوم ملګرى شهيد شو، نو ضرار و چې ملګرو ته به یې تسلي وركوله خو دا ځل ضرار بل ډول و، حارث به له ضرار سره همېش د څنک ملګری و که به پر یوه سخته راغله بل به لاس ورکاوو، که به يو خوشحاله و نو بل به هم ورسره خندل، نن د ضرار د څنګ ملګری بې دیدنه او بې كفنه رخصت شوى و، ضرار فكر كاوو ، حارث ته به اوبه نه وي رسېدلي ځکه شهید شوی، یو ځل به یې چيغه کړه؛ آه زما له تندې شهيده حارثه، د ضرار له چیغو سره به مونږ ټول په چيغو شوو، مونږ د خپل شهید ملګري په شهادت خفه نه وو ، مونږ ته په دې غبطه راتلله زمونږ د شهادت نوبت به کله وي، هغه کومه نيکي ده چې په کولو به یې مونږ د الله تعالی په خوږه لقاء مشرف شو، تر ډېره مو ژړا نه تم کېده، زه ور وړاندې شوم د ضرار سر مې په زنګانه کېښود، لومړۍ مې د حارث د شهادت ټوله كیسه ورته وکړه ورپسې مې ملګرو ته ويل چې دا خو جهاد دی، هر رنګه ترخه حالات راځي، د جدايي، شهادت، زخمونه، حتی کدای شي داسې وخت راشي چې هر یو د دښمن په مېنځ کې حصار پاتې شي، همت به له لاسه نه ورکوو، که حارث شهيد شو مونږ ته يې همدايو پيغام پرېښود: د دې جهاد وروستۍ دمه د هجرت په غېږ کې شهادت دی، داسې شهادت چې کدای ي نه دې د جنازې څوک وي او نه هم د قبر کیندلو کېدای شي د ځنګلونو حيوانات مو غوښې وداړي يا مو د سمندر ماهیان وخوري، کېدای شي جسدونه مو د دښمن په قرارګاوو کې شي، زمونږ او تاسو هدف لوړ دی، مسير مو روښانه او لار مو سپېڅلې ده، د مازديګر د لمانځه لپاره ملګرو د همدې کلي په چینه اودسونه تازه کړل .... #دوام_لري..... داستان: د وزیرستان شاهین لیکـوال: عزیز الدین مصنف نهمه برخه (۹) باسمه تعالی تر لمانځه وروسته مو د رب العالمين جل جلاله درګاه ته لاسونه لپه کړل په راتلونکو امتحانونو کې د بريا دعاوې مو وکړې، تر لمانځه وروسته مو د خپل منزل په لوري سفر پیل کړ تر پوره دوه شپو او ورځو مسلسل مزل وروسته مرکز ته ورسېدلو بدنونه مو ځای ځای زخم وو، جامې مو شلېدلې وې، په پښو مو يوازې د بوټونو تلي پاتې وو مرکز ته نېږدې ډاکټر د مجاهدينو ځانګرې درملنه کوله، د الله تعالى شان دی چې د مجاهدينو زخم په جوړېدو کې دومره وخت نه اخلي تر یوې اونۍ وروسته مونږ بیخي داسی نه احساسوله چې ستومانه یو، یوه شپه امير صيب راغی زمونږ د ټولو د صحت يې وکړه، تر پوره اطمينان وروسته يې زه د چندې د راټولولو لپاره وټاکلم ځکه نه مو په چانټه کې مرمۍ پاتې وې او نه هم د وچې ډوډۍ څرک ليدل کيده، ملګرو به په یوه وخت ډوډۍ ګوزاره ،کوله ما هم د سفر تابيا ونيوله د چندې د راټولولو لپاره را وخوځېدم، دا ده نږدې یوه میاشت کېږي چې کلي په کلي او ښار په ښار ګرځم، نن مې هم زړه وو چې ستاسو د جومات مخته څادر وغوړوم که نور نه وي د کرايي روپۍ (😞) خو به پیدا کړم، تر څو چې ما څادر هـواراوو د جومات امام په خلکو غږ وکړ: د جومات طالبان د كتابونو د اخيستو وس نه لري خپل وس او کومک ورسره وکړئ، الله تعالى مو په دنيا او اخرت کې کاميابه لره. د ملا صيب تر خبرو وروسته غيرت ونيولم چې د مدرسې طالبان د کتابونو روپۍ نه لري نو نن د هغوى حق دی چې خلک صدقه ورکړي، څادر مې په اوږه کړ چې راوتلم ته مې ولېدې، درباندې شکي شوم، ما ويل هسې نه بل څوک نه وي ستا پخوانی نمبر ماله ځانه سره ساتلی و، دستي مې زنګ درته وکړ، تا چې مبايل غوږ ته ونيو ډاډه شوم چې ته خپله يې. منتقم د خپل انقلابي ژوند داستان پای ته رسولی و، مګر زما په سترګو کې د اوښکو په نوم څه نه وو پاتي، يو ځل مې د منتقم مجاهدو سترګو ته وكتل سینې ته ته مې رانېږدې کړ سلګيو واخيستم، اوس منتقم ماته ډاډ راكاوو، ويل مولوي صيب وبخښه چې تهمې خفه کړې، که زه پوهېدم چې تا خفه کوي؟ ما به هيڅكله تاته داسې کیسې نه وای کړې، منتقم هم سلګيو اخيستى و، نور يې په ژبه کلیمه نه وه په ځان مې سره سمبال کړ، دواړو يو او بل ته په چپه خوله او په ډکو سترګو كتل. مازدیګر لمانځه ته لا وخت پاتې و موټر مې چالانده کړ د کور په لورې مې حرکت وکړ نن د وزيرستان د هسکو غرونو مسافر شاهين زمونږ د خوارې جونګړې مېلمه و. #پای... #ملا_طلحه_عمبري

هغه د چا خبره ، د وخت د کمي له وجې ډېر تشریفاتي الفاظ پرېږدم! ډېر خوښ، يم چې الله عزوجل د دنيا په هر يوه امتحان او ازموینه کې د خپل کوشش مطابق او يا ترې لوړ `کاميابه` کړی يم ، د هغه عزوجل بې شماره حمدونه دي وي. نو خبره مې دا کوله چې زمونږ د مدرسې کلنۍ نومرې تر ما پورې اوس راورسېدلې ، زه د خپلو هڅو په اندازه پکې بريالی شوی يم ، بيا هم لله الحمد والمنة ، د خپل صنف په کچه `څلورم` نفر يم!😘 تفصيلي نتيجه 👇😏: هداية الصلاة: ۱۰۰ مختصر المعاني: ۱۰۰ ديوان الحماسه: ۹۷ حسامي: ۹۳ جامي مبني: ۹۹ آثار السنن: ۹۸ مجموعه: ۶۰۰/۵۸۷ فيصدي: ۱۰۰٪\۹۷.۸۳٪ د خپلو استاذانو څخه په لمنو ، لمنو منندوی يم ، الله عزوجل دې د دوی عمرونه ډېر او برکتي کا ، او د خپل دين په خدمت کې دې يې دائم او قائم ولري🤲🫡. امين ثم امين. ✍️: ندا محمد قانت.

دا چې بې شوره خاندم لري له کــوره خاندم له ځینو،ځینو سره د زړه له زوره خاندم د غریبۍ انځوره!! ستا له پېغوره خاندم د چا ملت یادېږم درځمه اوره!! خاندم د دار پر تخت ولاړ یم ته راته ګوره خاندم یارمله دا جنون دی? په زوره،زوره خاندم