
(د فکر يون)
February 22, 2025 at 04:01 AM
بحران!.
د يو چا د محبت په سپين جهان کې
رسېدلی يم د عشق په اسمان کې
تر عروج د سپيلنو يمه لاليه
بلند عرش ته دګلونو بيابان کې
د ژوندون ورک ارمانونه چې پوره شي
راوتلی يم عمل ته په ميدان کې
لټوم د ميلونو فکرونو منځ کې
بس يو فکر راسره دی په وجدان کې
ټول یاغي جهان مې اوس لېونی بولي
چې شعرونه جوړوی نه شم لبان کې
د قانت قلمه ويښ شه که ژوند غواړې
ایمانونه الحاد وړي دې بحران کې
جمعه مبارکه
۲۰۲۵/۲/۲۱
۱۴۴۶/۸/۲۲
۱۴۰۳/۱۲/۳