خلیفه سراج الدین حقاني  WhatsApp Channel

خلیفه سراج الدین حقاني

40 subscribers

About خلیفه سراج الدین حقاني

د شهداؤ او قربانیو د ډګر مخکښ او توریالي خاندان مرحوم حقاني صاحب کورنۍ یو ځانکړی مینوال او د اسلامي امارت یو سر سپارلی مجاهد یم.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/27/2025, 2:06:35 PM

2- محترم حقاني د سمينار پای غونډې ته: تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست، خلک ستاسو دروازو ته راځي، او د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه ستاسو له لارې ټینګېږي. د خلکو ستونزو ته پر وخت او په اخلاص ځواب ورکړئ او د دوی او اسلامي نظام رښتیني استازي واوسئ.

خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/27/2025, 2:14:59 PM
Video
خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/27/2025, 2:16:54 PM
Video
خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/27/2025, 2:06:34 PM

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دفترونو رئیسانو د سیمنار پای غونډې ته وینا وکړه د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو ریاست په نوښت د وزارتونو د دفترونو رئیسانو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمنار پای غونډې ته وینا وکړه. د اداري اصلاحتو او ملکي خدمتونو رييس ښاغلي شیخ الحدیث محد طارق د ياد سمينار په اړه هر اړ خيز معلومات وړاندې کړل او راتلونکي کې يې د دا ډول سيمينارونو او علمي غونډو د جوړولو ژمنه وکړه. په غونډه کې د ګډونوالو په استازیتوب د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس شیخ محمد طاهر خبرې وکړې. نوموړي وویل چې دا سیمنار ټولو ګډونوالو ته ګټور و، ځکه چې په لنډ وخت کې یې ارزښتناک مفاهیم رازده کړل او له یو بل سره یې د تجربو شریکولو ښه موقع وه. د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل: د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، د چارو د اسانتیا، عامه خدمتونو د معیاري کولو، او د قانوني چوکاټ د جوړښت په برخو کې جدي او پرله‌پسې هڅې روانې دي. امیرالمؤمنین د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو د رامنځته کېدو، د خلکو د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانون جوړونې په لاره کې شپه‌ورځي هڅه کوي. خلیفه صاحب له دولتي مسؤلینو وغوښتل چې له رعیت سره ښه چلند ولري: تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست. خلک ستاسې دروازو ته مراجعه کوي. د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه ستاسو له لارې ټینګېږي. باید د خلکو ستونزو ته پر وخت، په صداقت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ورکړئ او د دوی او نظام صادقانه استازیتوب وکړئ. نوموړي د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه هم ټینګار وکړ او ویې ویل: اداري زده‌کړه نیمګړتیا نه، بلکې د ویاړ وسیله ده. هر وخت باید د زده‌کړې او مسلکي ودې هڅه وشي. له یو بل سره د تجربو شریکول، همکاري او دوامداره پرمختګ د باکیفیته خدماتو کلید دی. قدرمن خلیفه صاحب د خپلو وروستیو خبرو په لړ کې وویل: د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو په پرتله ډېر ارزښت ولري. خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسئ. که چیرې کومه پیچلتیا وي، هلته دې له مشرانو او رهبرۍ نه وضاحت وغوښتل شي؛ خو د خلکو کارونه باید د پلټنې او یقین حاصلولو تر نامه لاندې بې‌ځایه او له دلیله پرته ونه ځنډېږي.

خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/27/2025, 2:06:35 PM

4- قدرمن خلیفه صاحب: د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو په پرتله ډېر ارزښت ولري. خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسئ. د پیچلتیا پر مهال له مشرانو او رهبرۍ نه وضاحت وغواړئ. د خلکو کارونه باید د پلټنې او یقین حاصلولو تر نامه لاندې بې‌ځایه او له دلیل پرته ونه ځنډېږي.

خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/27/2025, 2:06:38 PM

3- قدرمن خليفه صاحب: اداري زده‌کړه نیمګړتیا نه، بلکې د ویاړ وسیله ده. هر وخت باید د زده‌کړې او مسلکي ودې هڅه وشي. له یو بل سره د تجربو شریکول، همکاري او دوامداره پرمختګ د باکیفیته خدماتو کلید دی.

خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/27/2025, 2:16:44 PM
Video
خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/26/2025, 4:31:07 PM

‏تاسی یی راسره واوری عجبه خوند یی په کړی ‏راځئ چې وکړو اتفاقونه، آټول قومونه ‏د عالمانو خاندان دی، لکه سرۀ ګلونه ‏د محترم خلیفه صیب او د دوی د درنې کورنۍ چې په تېر کې یې د دین او هیواد په لاره کې د بې درېغه قربانیو ترڅنګ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي، په ستاینه کې یې د یوۀ سپین ږیږي مشر په زنګیدلي غږ کې یو خوږ ⁧‫#ترنم

❤️ 3
Video
خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/15/2025, 6:52:53 PM

‏قدرمن خلیفه صاحب ♥: ولس تر هرچا زیات له مجاهدینو خفه کېږي؛ ځکه د جهاد ټولې ستونزې او قربانۍ یې یوځای راسره ګاللي دي او که اوس یې پوښتنه نه کېږي او یا پوره خدمات ورته نه رسېږي نو ګېله ورته درېږي. ‎ حکومت باید د ولس خادم واوسي

❤️ 1
Video
خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني
5/18/2025, 10:23:26 AM

‏د خلیفه صاحب حفظه الله وینا! الله تعالی په عفوه زیات خوشحالیږي، یو بل ته عفوه وکړئ.

❤️ 2
Video
Link copied to clipboard!