
خلیفه سراج الدین حقاني
February 18, 2025 at 06:40 PM
یوه ورځ په مجلس کې چا ورته وویل: حاجي صیب هر چاته خط مه ورکوه، ته خط ورکړې، دوی دلته راشي، ځینې وخت کار نه ورته کېږي نو مونږ وایوو چې ته پرې خفه نشې.
خو شهید حاجي صیب ورته ویل، زه هر چاته خط ورکوم، خلک مجبور دي او مونږ باید د خلکو مجبوري درک کړو، که یې کار کیږي یا نه، خو زه هیڅوک له خپلې دروازې مایوسه نه شړم.
او همداسې وو، شهید حاجي خلیل الرحمان حقاني د مظلومانو دروازه او د مجبورانو د امید څراغ وو خو ظالمانو د تل لپاره خاموش کړ.
نن هغه مهربان لاسونه نشته خو د هغه رحم، صداقت او انسانیت به د تل لپاره زمونږ په زړونو کې ژوندی وي.
#تقبله_الله
😢
1