📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺 WhatsApp Channel

📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺

50 subscribers

About 📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺

خبر،هیواد،سیمه اونړۍ. اسلام،ورزش،تعلیم اوتربیه. سیاست،اقتصاد،تاریخ.ادبیات،ټیکنالوجي.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
2/14/2025, 2:12:37 AM

یا الله جل جلاله......! د برات د مبارکي شپې او ورځي په برکت زموږ ټول ګناهونه وبخښه، زموږ اعمال له اخلاص، تقوا او نیکۍ سره قبول کړه. ای لویه خدایه......! موږ ته حلال رزق راکړه، زموږ روزي پراخه کړه او له حرامو څخه مو وساته. زموږ زړونه له کینې، نفرت او بدۍ څخه پاک کړه، څو له خپلو مسلمانانو سره په مینه، انصاف او ورورولۍ چلند وکړو. یا الله جل جلاله.....! موږ ته دا توفیق راکړه چي د خپل هیواد، خپلو خلکو او ټولني خدمت وکړو، علم ته مخه کړو، اتفاق او وحدت راولو، او افغانستان د عزت، پرمختګ او سولي وطن جوړ کړو. ای رب العزت ذاته....! زموږ هیواد له شر، جګړې او پردیو دسیسو وساته. زموږ ځوانان پوهه لرونکي، باتدبیره او پرهیزګاره کړه، څو د علم او کار له لاري خپل وطن آباد کړي. آمین یا رب العالمین....!🤲🏻

❤️ 2
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
2/26/2025, 5:51:55 PM

افغان اتلانو انګلستان ته ماته ورکړه....! د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د یوې خورا عالي او په زړه پوري لوبي په پایله کي سیالي انګلستان لوبډلي ته د ۸ منډو په توپیر ماته ورکړه او د کرکیټ نړیوالي شورا په چمپینز ټرافي سیالیو کي یې خپله لومړنۍ تاریخي بریا په خپل نوم کړه. دا ستره بریا دي ټولو هېوادوالو او د کرکیټ مینه والو ته مبارک وي. افغان اتلان، د افغانستان ویاړ. ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله.

❤️ 1
Image
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
2/28/2025, 3:15:21 PM

تازه....! سعودي عربستان کي شنبه او پاکستان کي یکشنبه د روژې لومړی ورځ آعلان سوه.

👍 1
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
2/28/2025, 4:03:21 PM

ستره محکمه....! ‏سبا شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتي لومړۍ ورځ ده.

❤️ 1
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
2/6/2025, 10:28:38 AM

نن د کندهاري خبریالانو تر منځ د خبریالانو ګډ کور پریس کلب لپاره نوي مسئولین وټاکل سول....! صدیق آلله افغان، د تبسم راډیو مسؤل، د کندهار پریس کلب یا خبریالانو د ټولني مسؤل وټاکل سو.....! نوموړی وایي، خبریالان د ټولني سترګي او غوږونه دي، چي د ولس غم او ښادۍ، اړتیاوي او غوښتني راټولوي او تر چارواکو يې رسوي. صبغت آلله آرغند، د چینایي شهینوا آژانس خبریال، د کندهار پریس کلب یا خبریالانو د ټولني منشي وټاکل سو.....! نوموړی وایي، زه به تر خپله توانه د ولس مشکلات د چارواکو او د چارواکو ږغ تر ولس ورسوم. ټول هیواد وال د الماسو په څېر ارزښت راته لري. فیض محمد همدرد، د وړانګي راډیو مسؤل، د کندهار پریس کلب یا خبریالانو د ټولني مرستیال وټاکل سو.....! نوموړی په رسنیز ډګر کي یو فعال شخصیت پاته سویدی.

❤️ 1
Image
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
2/12/2025, 10:58:12 AM

عبد آلاحد طالب د کندهار آمنیه قومندان ټاکل سویدی......! د شی-خ صاحب د حکم پر آساس نوي ټاکني وسوې، چي په دغو ګومارنو کي د تخار مخکینی وال-ي، عبید-الله ا-مین زاده، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو د مرستیال په توګه. د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکینی معین، ضیا- الرحمن ار-یوبي د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین په توګه. د افغانستان بانک د نظارت مخکینی آمر عبدالر-حمن قا-نت، د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، د کندهار مخکینی امنیه قومندان سمیع-الله حزب-الله د تخار د وا-لي په توګه او د هلمند ولایت مخکینی وال-ي عبدالاحد طا-لب د کندهار د امنیه قو-مندان په توګه ټاکل سوي دي. د دغو ټاکنو په لړ کي بیا د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، لطف-الله خیر-خواه د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه ټاکل سوی دی.

👍 1
Image
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
2/13/2025, 2:31:09 PM

د پنجوایي ولسه، درباندي د خیر دي سي.....! لودین صاحب وایي: تازه مي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ پر عمومي سړک د ولسوالۍ بازار ته نږدې نوی محمدي پطرول پمپ فعال کړیدی. که ها خوا ته راتلاست یا مو داغه لار تګ راتګ ته سیخ وي نو راسئ پطرول او ډیزل په لوړ کیفیت او ارزانه قیمت وسایطو ته ور واچوئ. دا نوی پیل د ټول پنجوايي ولسوالۍ خلکو ته ښه زېری دی.

❤️ 1
Image
Link copied to clipboard!