📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
📻🎥Atal News-agency-☆آتل خبري اژانس☆📝📺
February 14, 2025 at 02:12 AM
یا الله جل جلاله......! د برات د مبارکي شپې او ورځي په برکت زموږ ټول ګناهونه وبخښه، زموږ اعمال له اخلاص، تقوا او نیکۍ سره قبول کړه. ای لویه خدایه......! موږ ته حلال رزق راکړه، زموږ روزي پراخه کړه او له حرامو څخه مو وساته. زموږ زړونه له کینې، نفرت او بدۍ څخه پاک کړه، څو له خپلو مسلمانانو سره په مینه، انصاف او ورورولۍ چلند وکړو. یا الله جل جلاله.....! موږ ته دا توفیق راکړه چي د خپل هیواد، خپلو خلکو او ټولني خدمت وکړو، علم ته مخه کړو، اتفاق او وحدت راولو، او افغانستان د عزت، پرمختګ او سولي وطن جوړ کړو. ای رب العزت ذاته....! زموږ هیواد له شر، جګړې او پردیو دسیسو وساته. زموږ ځوانان پوهه لرونکي، باتدبیره او پرهیزګاره کړه، څو د علم او کار له لاري خپل وطن آباد کړي. آمین یا رب العالمین....!🤲🏻
❤️ 2

Comments