ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE WhatsApp Channel

ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE

546 subscribers

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
6/12/2025, 5:36:31 PM

I AM FINE.

❤️ 2
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
6/10/2025, 8:19:22 PM

How are you?

👍 ❤️ 3
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
5/29/2025, 6:40:00 PM

HI

👍 ❤️ 5
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
5/14/2025, 4:10:44 PM

السلام عليکم

❤️ 👍 12
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
3/1/2025, 2:23:32 AM

د خالد بن ولید رضی الله تعالی عنهُ ژوند! څلورمه برخه: د هجرت په شپږم کال رسول الله (ص) د خپلو سرسپارلو اصحابو په ملتیا، د عمرې ادا کولو په موخه، د مکې معظمې لوري ته روان شول؛ اما د هغه ځای اوسیدونکو دوی ته د ننوتلو او همدارنګه د عمرې ادا کولو اجازه ورنکړه، مسلمانان د «حدیبیه» په نوم سیمه کې را غونډ شول او د رسول الله (ص) سره یې بیعت وکړ چې د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې به د ده مبارک ملاتړ او دفاع کوي. مشرکین چې له دغې پیښې څخه خبر شول د مسلمانانو د له منځه وړلو په موخه، یو لوی او ځواکمن لښکر یې د خالد تر مشرۍ لاندې ترتیب او سمبال کړ او د مسلمانانو پسې یې ولیږل، کله چې خالد د مسلمانانو د راټولیدو ځای ته نږدې شو، مسلمانان یې له ورایه لیدلای شوای او د هغوی ټول کړه- وړه یې تر پام لاندې وو، تر دې چې مسلمانانو د سید المرسلین او امام الانبیاء په امامت سره لمونځ ادأ کړ؛ اما خالد له دغې موکې څخه ګټه وانخیستله او په مسلمانانو یې برید ونکړ، د لمونځ تر ادأ کیدلو وروسته، اصحاب کرام خواره شول او هر یو خپل کار او دندې ته راوګرځید، خالد په دې ډیر پښیمانه شو چې ولې یې په لومړي سر کې په مسلمانانو برید ونکړ؛ او د بل لمونځ ادأ کولو وخت ته په تمه شو او د برید تابیا یې ونیوله، اما بیاهم په برید کولو بریالی نشو؛ ځکه الله تعالی د وحیې په وسیله خپل پیغمبر له دغې پیښې خبر کړ چې دښمن مو د یرغل په نیت تاسو ته انتظار باسي نو له هغه وروسته د الله تعالی لخوا، په داسې حالاتو کې د خوف لمونځ کولو امر وشو، په داسې توګه چې د مسلمانانو یوه ډله به د امام سره لمونځ په جماعت اداء کړي او دوهمه ډله به له وضعیت او سیمي څخه څارنه کوي او بیا به دوهمه ډله راځي او د همغه امام سره لمونځ اداء کوي او لوموړۍ ډله به څارنه کوي. په پای کې، پیغمبر (ص) په دې پوه شو چې یو څوک د دوی څخه پټه څارنه او جاسوسي کوي؛ له دې امله، یوه ډلګۍ یې هغې خواته ولیږله، بلآخره خالد لوبه وبایلله او ډګر یې پریښود او د مکې خواته یې مخه کړه. [۱] د مسلمانانو لومړنۍ عمرې ترسره کولو پر مهال د خالد غبرګون د مسلمانانو په وړاندې د خالد د ډیرې کرکې او کلکې دښمنۍ له امله، نوموړي د مسلمانانو خوښۍ او بریا نشو زغملای او دایې هم ورته د منلو او تحمل وړ نه وو چې مسلمانان دې د پرمختګ پر لور ګام پورته کړي؛ بنا پر دې کله چې مکې ته د مسلمانانو د ننوتلو اجازه ورکړل شوه او هغوی و توانیدل چې په روحي سکون او د زړه ارامتیا سره خپل مناسک اداء کړي، په هغه وخت کې خالد د مکې څخه وتلی وه او کله چې مسلمانان له مکې څخه بهر شول، نوموړی بیرته راوګرځید.[۲] د خالد دا ډول کړنې ته په کتلو سره دا جوته شوه چی نوموړی د اسلام او مسلمانانو سره په لوړې کچې عناد او دښمني درلوده چې د دغو صحنو د لیدلو زغم یې نه درلود. د دې برخې پایله د بحث له دې برخې څخه په څرګنده معلومیږي چې خالد تر کومه حده ځیرک او هوښیار وو، د جګړو په ډګرونو کې څومره بریالی وو، د محاربې او جنګي تکتیکونو په اړه یې څومره ژوره پوهه او مهارت درلود، نوموړی څومره چې د جاهلیت په دوره کې یې مسلمانان وځپل، تر هغه ‌ډير د اسلام په روښانه دوران کې اسلام او مسلمانانو ته ګټه ورسوله، او په عموم ډول د هر لښکر سره به چې مل شو، تش لاس به بیرته نه راګرځیده، او هرو مرو به د غنیمتونو څخه په ډک لاسونو راګرځیدل او بریا به یې خپله کړه؛ څرنګه چې د رسول الله (ص) مبارک حدیث دې « خیارکم فی الجاهلیه خیارکم فی الاسلام» ستاسو غوره کس په جاهلیت کې، غوره کس په اسلام کې هم دې؛ چې حضرت خالد یې ښه مصداق دې. د دې برخې اړین ټکي او درسونه د صحابه کرامو ژوند سر تر پایه د خیر او برکت او ګټورو درسونو او لارښوونو څخه ډک دې؛ د هغو نیکانو د ‌ژوند هره څنډه خلکو ته د حکمت، بصیرت، تقوا، شجاعت، سخاوت، اصلاح او نیکمرغۍ درسونه ورکوي. د سیدنا خالد (رض) د ژوند په دې برخه کې هم ځیني درسونه او مهم ټکي پراته دي چې موږ یې په دغه لنډه لیکنه کې هغه ټول نشو یادولای؛ اما په مختصر ډول د ځینو په یادولو بسنه کوو: – د دندې پر مهال د هغه ځیرکتیا: هرکله به چې خالد (رض) ته کومه دنده سپارل کیده په ښه او بشپړه توګه به یې ترسره کوله. – د حق منل او هغه ته غاړه کیښودل: خالد سربیره پر دې چې د اسلام سره دښمني کوله خو حق خبره یې اوریدله او د حق خواته به لیواله وو. – د مسئوولیت احساس: په هره برخه کې چې به ده ته کوم مسئوولیت ورسپارل کیده، د هغه څخه نه په شا کیده او بې له ځنډه به یې منل او د اداء کولو په برخه کې به یې هلې ځلې کولې. – ځان له نورو څخه غوره نه ګڼل: د هغه دې ته پام نه وو چې زه د ولید بن مغیره زوی یم، زه د قریش د سردار او شتمن زوی یم، بلکه په ډيرو چارو کې د دې پر ځای چې خپل تر لاس لاندې سرتیرې مخې ته کړي او له هغوی څخه کار واخلي، خپله به مخته کیدو او د خپلې ډلې او لښکر لپاره هر راز سرښندنې ته چمتو وو. نور درسونه هم لري چې په راتلونکو برخو کې به ورته اشاره وکړو. _*د فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړي خپرندويه اداره*_

❤️ 1
Image
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
3/1/2025, 2:22:11 AM

*د صحرا زمری ,, عمر مختـــــــار ,, څوک وو .* *( دوهمهـ, برخـــــــــــهـ, )* زړورتوب او سخاوت زړورتوب او سخاوت دوه هغه نیک خویونه وو چې له ځواني له ده سره مله وه. په کال ۱۸۹۵ میلادي عمر مختار د سنوسیه ډلې له ځینې شیخانو چې محمد مهدي سنوسي( د سنوسي ډلې دوهم مشر) هم په کې وو، سوډان هېواد ته روان وه. د لارو په اوږدو کې د “زاویه” او “مجابره” قبیلې او نورو سوداګرو چې د طرابلس او بنغازي وو او په غرنیو لارو کې بلد هم وو، یو ځای شول. کله چې مسافر سوډان ته نږدې غرنۍ سیمې ته ورسیدل، هغه سوداګر چې مخکې یې پر دې لار سفر کړی وو، نورو ته یې وویل: له کم تګ وروسته داسې سختې سیمې ته رسېږو چې هلته ډیری وخت کوم وږی زمری د تلونکو ښکار ته ولاړ وي، ښه دا ده چې یو اوښ ورته حلال کړو، تر څو یې له داړلو بچ شو. عمر مختار له دې خبره سره مخالفت وښود او دا باج ورکول یې رد کړل او ویې ویل: مونږ نورو انسانانو ته له باج ورکولو څخه بد وړو، پاتې شوه یوه حیوان ته باج! دا د بې غیرتي او ناځوانۍ نښه ده. که زمری مخې ته راغی، وبه یې وژنو. دوی لا یادې سیمې ته نه وو رسېدلې چې یو زمری د غونډۍ له شا راښکاره شو، یو سوداګر چې ویرېدلی وو، ویې ویل: زه مې له یوه اوښه تیر یم، خو هڅه ونه کړئ چې له زمري سره په جګړه کې ښکېل شئ. خو عمر مختار خپل یونانی ټوپک راواخیست، زمری یې په څو ډزو وواژه، پوست یې کړ او د لارې پر سر یې کېښود چې راتلونکو کاروانونو ته عبرت شي. کله چې به چا هماغه کیسه کوله، یا به یې له ده پوښتنه کوله، ده به په ځواب کې دا آیت ورته تلاوت کاوه: وَمَارَمَیْتَ إِذْرَمَیْتَ وَلَکِنَّ اللَّهَ رَمَى. دې کیسې د سنوسیه ډلې پر مشر (مهدي سنوسي) داسې پوخ تاثیر وکړ چې ده به تل ویل؛ مونږ ته لس داسې کسان لکه عمر مختار بس او کافي دي. همدا وو چې مهدي، عمر مختار په کال ۱۸۹۷ میلادي د “زاویه قصور” سیمې مشر وټاکلی. زاویه قصور سیمه د “برقې” په شمال ختيځ کې پرته وه. عمر مختار دې سیمه کې چې خلک یې په نافرماني مشهور وو، ښه کارکردګي وښوده. ده چې له السنوسیه سره پخې اړیکې درلودې، په “سیدي عمر” مشهور شو. دا لقب لوړ منسب او ډیرو مشهورو کسانو ته ورکول کېده. استعماري دوره او د مبارزې پیل په حقیقت کې د عمر مختار د زړورتیا خاصیت د چاد خلکو جګړه له فرانسوي استعمارګرو او د لیبیا خلکو جګړه د ایټالیوي استعمارګرو خلاف کې ښه لیدل کیږي. کله چې په کال ۱۹۰۰ میلادي فرانسوي استعمارگرو د چاد خلکو باندې حمله وکړه، السنوسیه ډله یو له هغو ډلو وه چې د دوی خلاف راپورته شوه. عمر مختار هغه مهال د استعمار خلاف د یوې ډلې مشري پر غاړه واخیسته په کال ۱۹۰۲ م کې چې د سنوسیه ډلې مشر (محمد مهدي سنوسي) ومړ، د همدې ډلې رهبرانو له ده وغوښتل چې “برقې” ته ورشي. دی هلته ورغی او بیرته د “زاویه قصور” سیمې د مشر په توګه وټاکل شو. ده دا سیمه داسې ښه رهبري کړه چې ان د عثماني خلافت شاباسی یې له دې امله وګاټه چې دې سیمه کې یې کراري او امنیت راوستی دی. دا ښه رهبري د دې لامل شوه چې دی تر کال ۱۹۱۱ م پورې د ۸ کالو لپاره همدا مسؤلیت مخ ته بوخي. په دې دوره کې دی له انګلیسي استعمارګرو سره د مصر او لیبیا په سرحدونو، د “البردیه”، “السلوم”، او “مساعد” په سیمو کې په جګړه کې ښکیل وو. “السلوم” دده مشهور جنګ وو چې په کال ۱۹۱۱ م کې واقع او “السلوم” ښار انګلیسیانو ونیو. له عثماني خلافت سره د ایټالویانو جګړه په کال ۱۹۱۱م ایټالیا عثماني خلافت ته د جګړې خبر ورکړ او خپل ځواکونه یې د “بنغازي” ساحلي ښار، چې د “برقې” شمال ته پروت دی، میشت کړل. هغه مهال عمر مختار د کفرې ښار غرنۍ سیمې ته د “سنوسیانو” سره د کتلو په موخه تللی وو او د بیرته راګرځیدا په مهال د ایټالیویانو لخوا د “بنغازي” له نیولو خبر شو. ژر “زوایه القصور” سیمې ته لاړ، زر تنه جنګیالي یې له خپل ټبر څخه د ایټالیوي استعمارګرو خلاف چمتو کړل. د لومړي ځل لپاره عمر مختار ځانته د “الخروبې” سیمې چې بیا وروسته “الرجمې” ته انتقال شوه، نظامي مرکز جوړ کړ. ورسته بیا دا مرکز له عثماني خلافت سره یوځای شو او ډیر کسان ورسره یوځای شول. په کال ۱۹۱۲م کې چې د بالکان جګړې پیل شوې، عثماني خلافت اړ شو له ایټالیا سره سوله وکړي او شاتګ وکړي چې د “برقې” سیمه هم په کې شامله وه. لیبیایي جنګیالو د عثماني خلافت له دې پریکړې بد یوړل، د عثماني جنګیالو خلاف ودریدل، وینې توی شوې. عمر مختار د همدې حالت پای ته رسولو ته وټاکل شو. کله چې په دې کار کې بریالی شو، په کال ۱۹۱۳م کې د برقې قومندان وټاکل شو او کله چې “احمد شریف سنوسي” قومندان وټاکل شو؛ دی یې مرستیال شو. د عمر مختار د جګړو ځینې برخې د عمر مختار مهمې جګړې د عمر مختار له مهمو جګړو یو هم په کال ۱۹۱۳م کې له ایټالیایي استعمارګرو سره د “درنه” په سیمه کې وه. دې نښتې دوې ورځې دوام وکړ، ۷۰ ایټالیوي جنګیالي مړه او ۴۰۰ نور ټپي شول. همدا راز په همدې کال کې د “بوشمال”، “ام شخنب”، “شلظیمه”، “الزویتینه” او “لرحیبه” جګړې وشوې چې عمر په ټولو کې ګډون درلود او د سیمې خلک یې ورته هڅول. چریکې جګړې ته مخه په کال ۱۹۲۳ م کله چې د لیبیا پلازمینه طرابلس د ایټالویانو په لاس سقوط وکړ، عمر مختار د “برقې” مجاهدینو د قومندان په صفت چریکي جګړې ته مخه کړه. ده به هر ځلې له ۱۰۰ تر ۳۰۰ پورې ملګرو پر مټ پر ایټالوي جنګیالیو حمله کوله، تر مرګونو ګوذارونو وروسته به بیرته خپل ځای ته ستنېدل. دې جګړو ۲۲ کاله دوام درلود. په دې دوران کې عمر مختار خپلو جنګیالیو ته د “شنه غره” په سیمه کې نظامي مرکزونه ترتیب کړي وو او خپله یې سرپرستي کوله. د عمر مختار نیول کېدل د ۱۹۳۰ م اکټوبر میاشت کې ایټالیایي جنګیالیو له “لیبیایي” مجاهدینو سره د درنې جګړې پر مهال د عمر مختار آس او عینکو ته لاسرسی وموند. د ۱۹۳۰ م کال د سپټمبر پر ۱۱مه عمر مختار له خپلو څو تنو ملګرو سره د مشهور صحابي( رویفع بن ثابت) زیارت ته چې په “البیضا”ښار کې وو، ورغلل. ایټالویانو د ده لاره وموندله او دی یې وڅاره. څار روان وو چې دی یې له خپلو ملګرو سره د “عینو العفو” سیمه کې وموند، د دواړو لوریو ترمنځ جګړه ونښته، د عمر مختار آس زخمي او پر ځمکه را پرېوت؛ چې له دې سره دی اسیر شو. د دوهمي برخي پای _*د فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړي خپرندويه اداره*_

❤️ 1
Image
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
2/20/2025, 7:56:09 AM

*ورځنی تاريخ* _*فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړه خپرندويه اداره*_

❤️ 1
Image
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
2/20/2025, 8:03:04 AM

محکمې قاضي بلال ته وویل پر تا تور پورې شوی چې د شهید بهاء علیان سره په ګډه د دریو اسراییلیانو په وژلو کې ښکیل یي بلال ځواب ورکوي: نا غلط! ما په چاقو سره ۷ کسان وژلي، او بهاء په تومانچه ۱۰ کسان ویشتلي دي. قاضي تري وغوښتل چې د حکم د اورېدو لپاره ودرېږي، بلال ځواب ورکړ‏ته او ستا ټوله دولت ما نشئ مجبورولی چې ستاسو لپاره ودرېږم. ددي جواب له امله، محکمه وځنډول شوه، وروسته د قاضي په حکم د ټول عمر په بند محکوم سو. بلال ابو غانم د راتلونکي شنبې په ورځ داسرائیلو له زندان څخه په تبادله کي ازادیږي. _*د فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړه خپرندويه اداره*_

❤️ 👍 4
Image
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
2/19/2025, 2:54:32 PM

*په اوس وخت کې تر ټولو لوی جهاد!!* ای مخلصو مجاهدینو او اي سرښندنکو دعوتګرانو او مخلصو مبارزینو مسلمانانو وړونو ! د نن ورځې تر ټولو لوی او اړین جهاد دادی، چې دې فتنو او زهرجنو افکارو مخه ونیول شي، اسلام ته ترټولو لوی خدمت دادي، چې د نوی ځوان او باسواده نسل وینځل شوی ذهنونه ، د اسلام ، توحید، د رسول الله صلي الله علیه وسلم د رسالت ، حقانیت او اسلامي نظام په اړه مطمئن کړئ. _*فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړه پښــــتـو*_

❤️ 👍 2
Image
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
2/20/2025, 8:07:44 AM

*اې د اُمت ځوانانو.!* *اې د اسلامي اُمت ځوانانو راځئ چې کفارو ته د خپل فکر ترجمانې وکړو او دا ورته روښانه کړو چې ستاسو په وژلو کې زموږ فکر د خالد بن ولید پشان دی، زمونږ ځوانان ستاسو وینو ته د وږو زمرو په څیر ناست دي دا هغه ځوانان دې چې د اسلام لپاره هر قِسم قربانۍ ورکولو ته تیار دي، که اسلام ترې د مال لګولو قربانې وغواړې نو مال لګوې که اسلام تری د خپلې ځوانۍ قربانې وغواړې نو د خپلې ځوانۍ په نذرانه کولو کې هېڅ قِسم دریغ نکوي، اې د اسلامي اُمت ځوانانو عزم او هوډ مو لا پیاوړی کړئ قوي ایمانونه مو کمزورې نکړئ تاسو د صلاح الدین ایوبي بچیان یاست فتحه ستاسو ده ان شاء الله.* _*د فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړه خپرندويه اداره*_

❤️ 2
Image
Link copied to clipboard!