
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
February 15, 2025 at 11:22 AM
*دغه خبيث د مرګ نه وروسته وپيژنۍ!*
دا هم د ملت له محاکمي پرته ومړ، هغه کس چي په لومړي ځل یې د پرچم په جريده کي د نړي د کمونستانو مشر لینن ته د پيامبر په نوم ستاينه کړي وه او درود یی ورته لیکلي وو.
د دې خبيث ليکنه د افغانستان د مسلمان اومتدین ملت د قهر او غضب سبب شوه چي بیا د پل خشتي مسجد دڅو ورځو لپاره د افغانستان د ټولو متدينو مسلمانانو او علماوو د سترو غونډو مرکز وگرځيد.
هو
داخبیث ناانسان د پرچم دګوند غړې بارق شفيعي يادوم، هغه تن چې شاعر و، ليکوال و، خو دمظلوم، بيچاره افغان ولس قاتل.
هغه تن چي تل یې د دين او مذهب سپکاوي کاوه.
هغه تن چې د الله تعالی له ذات او صفاتو څخه یې انکار کاوه.
هغه تن چې مسلمانانو ته یې په خپلو ليکنو کي غوليدلی کسان ويل.
هغه تن چې (تقدم ماده بر شعور) یي د ليکنو سريزه وه.
هغه تن چي لینن خبيث یې د رسول الله ﷺ څخه (العياذبالله ) لوړگاڼه.
هغه تن چې په قبر کې سوال او ځواب یې (خيال است و محال است وجنون) گاڼه.
هغه تن چيګې په لومړي وار یيګې د لغمان په عمرزيو کی د بشرمل د ورور د مړی سره په قبر کې د راديو کیسټ مايک خښ کړ تر څو خپلو د پرچم د گوند غړو ته وښایي چی په قبرکی دننه نه سوال شته او نه ځواب.
هغه تن چې اشرف المخلوقات (انسان) یې د دراوين د نظر یي اوتئوری په اساس د بیزو له نسل څخه گاڼه.
د دې خبیث شکل او قواره دبیزو په څير وه.
وایي وربه شی خبر به شی
ورغی او اوس به ورته معلومات شوي وي
خو:
دا چي شعار یي مرگ په امپرياليزم,
مرګ په انګليس
او مرګ په امريکا وو
نن د هماغه امپرياليزم د مور (انګلستان) په غيږ کې ساه ورکوي او دامپرياليزم په غيږ کي په خاورو منډل کيږي.
لکه:
کريم ميثاق
نظام الدين تهذيب
او نور په لسگونو د خلق او پرچم د گوند غړې چي دانګلیس، جرمن امریکا او نورو غربي امپریالیستی هیوادونو کی میخائیل شول.
رښتيا هم (مرگ بر امپرياليزم)
_*فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړه پښــــتـو*_
❤️
1