د مظلومانو نارې WhatsApp Channel

د مظلومانو نارې

28 subscribers

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

د مظلومانو نارې
د مظلومانو نارې
2/2/2025, 9:12:26 AM

کله چې د انسان اصل موخه سرمایه ترلاسه کول وګڼل شي نو دلته د انسان او الله جل جلاله ترمنځه اړیکه پرې شي، ان له خپلو وروڼو خويندو او زامنو او ښځې سره اړیکه پرې شي ځکه چې انسان د خپل مال په لاس ته راوړلو بوخت شي، بیا د مال په ترلاسه کولو کې له سود رشوت فساد قمار او هرې ناروا څخه دريغ نه کوي خو مال ګټي او جمعه کوي، بیا د مال د پیدا کولو په مينه کې د انسان منطقوي پایله دا شي چې انسان نه د الله تعالی سره اړیکه لري او نه له نورو انسانانو سره بلکې د خپل مال په زياتېدو او ګټلو مصروف وي، لکه د ونې په ډډ کې چینجئ چې له هیڅ نه وي خبر یوازې د په ډډ کې په لار کولو او خوراک کولو مصروف وي، همدارنګه کله چې د انسان اصل موخه سرمایه داري شي نو د ټولنې اتحاد یووالی او اتفاق له منځه ځي. کله انسانان بې اتفاقه شي نو د بې اتفاقي ځای ځانځاني نیسي ، ټولنه د ځان ساتنې وړتيا له لاسه ورکوي ځکه چې د ټولنې اتحاد او قويتوب قرباني غواړي خو د سرمایه داري نظریه د قرباني ضد ده ځکه د سرمایه دارانه نظریه له مخې یو انسان د بل انسان مرسته نه کوي او څه ناڅه شی ورکوي خو هغه هم په قرض حسنه یا د الله تعالی د رضا حاصلول نه وي پکې مقصد بلکې د خپل مال د زیاتیدو لپاره یې په سود ورکوي د مجبور انسان له مجبوري ګټه اخیستل یې مطلب وي، نه د مجبور مجبوري. په سرمایه دارانه نظام کې د مېړانې غیرت او قرباني ځای تمه، شخصي ګټې او ځان پرستي نیولی او د خلګو مجبوري، نيستي او کمزوري د خپل مال د زیاتیدو لپاره بنسټیز فرصت ګڼي. د انسانیت د را پورته کول قرباني غواړي، خو د سرمایه دارانه نظریه خاوند له بل انسان سره د پینځو پیسو مرسته هم له سود پرته نه کوي، نو په داسې حال کې به کله د ځان قرباني ته غاړه کېږدي؟ نو دا د دې لامل کېږي چې سود خواره قومونه ډارن او بزدلانه وي د ځان د دفاع وړتیا نه لري خو کله چې له خپلو دښمنانو سره جګړه کوي دوی اول نشيي توکو وخوري ترڅو له ځانه د ډار او وېرې خاصه لرې کړي بیا جګړه کوي خو کله چې انسان خپله عقيدوي روحاني شجاعت ونه لري، په بیهوده حالت کې جګړه کول ناشوني دي همدا لامل ده چې دوی د هغه چا په وړاندې د جګړې وړتیا نه چې په مذهبي او عقيدوي روحیه جنګېږي لکه موږ تاسو یې چې نن سبا ګورو. لنډه دا چې د سرمایه دارانه نظریه د خاوند ګټه د نورو په مجبوري او غریبي او افلاس کې ده، لهذا موږ ګورو، له کومه وخته چې له ټولنې قومیز نظام تللی، نو له هغه وروسته د نړۍ واګې او واک د یهودو لاس ته لوېدلی ده، نن موږ تاسو ګورو چې مسلمانه او غیري مسلمانه ټولنه د یهودو د سترو موخو له پيژندلو ناخبره ده یوازې د مال ګټي او پیسو په را ټولولو بوخته ده، نن مسلمانه ټولنه د ازاد خيالي او سیکولریزم په لومه کې بنده ده د ژوند اصلي موخو ته هيڅ پاملرنه نه کوي. د قومي ټولنې د له منځه وړلو لپاره د یهودو په مستقیم امر د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ډیورڼد په فرضي کرښه د استوګنو قبایلو له منځه وړلو هڅې هم روانې دي. او په ټوله نړي کې د قبایلو د له منځه وړلو لپاره یهودو هڅې پیل کړې دي قبایلي وګړي د توندروه او شرخوښو په نوم وژني او په فريب سره جمهوریت ته را اړوي، یهودو ته قومیز قبایلي جوړښت د منلو وړ نه وه او نه ده ځکه چې د دوی ته د سترو مقاصدو په مخ کې خنډ ده، قبایل که هرځای هر وخت سر راپورته کړي نو یهود او نصرا یې پخپله یا د خپلو همفکرانو په مرسته ځپي ځکه دوی ته خنډ دي.

❤️ 3
د مظلومانو نارې
د مظلومانو نارې
2/27/2025, 10:35:17 AM

له بده مرغه زموږ قبایلي خلک چې له قبایلي جوړښتونو ناخبره دي او تقریبا دوی ډېری ازاد خیال ګرځېدلي دي دوی په ناخبره د یهودو د سترو موخو لپاره په پوره ویاړ او اخلاص لګیا دي، د دوی اخلاص او صداقت له پوهې څخه نه ده، بلکې دا دوی لویه ناپوهي ده. همدارنګې د قبایلي ټولنې خپلمنځي اړیکې د دوستيو او کورنیو خپلويو له امله هم روغې او قوي وې، د دې مظبوطو خپلمنځي اړیکو اصل په درې څیزونو کې وه؛ (1) نکاح یا خپلمنځي دوستنۍ رشته وه (2) د دوستيو له امله پیدا شوی نسلي رشته وه (3) یو د بل ماشوم ته تئ/شیدې ورکول د يتيمانو ماشومانو رضاعي پالنه. پورتنۍ درېواړه رشتې په قبایلو ارزښتمندې وې په پېړیو پېړیو به پالل کېدې خو له بده مرغه يتیم پالنه یا تی ورکول له منځه تللي د نکاح نوم شته خو هغه شان نه ده لکه څنګه چې پخوا وه یا د اسلام امر ده. د رضاعي او یتیمپالنې دود او خپلوي له ټولنې څخه دښمن هیره کړه، ځكه وس ښځه او نر د مادي ګټې لپاره بخولې کوي، او ښځو ته د مکار دښمن لپاره د مساوات یا برابري په نوم قانون جوړ شو او د دې قوانینو د خپراوي لپاره رسنۍ شپه او ورځ تبلیغ کوي، ترڅو ښځې له سړیو سره یوځای د مزدوري کولو په بهانه بازار ته ووزي ان تر دې چې ګټې وټې لپاره بل هیواد ته سفرونه وکړي نو له دې امله په ټولنه کې د ښځې هغه حق او درناوی او ځای حیثیت ختم شو چې په اسلام او قبایلو کې یې درلود، ماشومان د مور له مینې محروم شول، او مور د ماشومانو له سمې پالنې محرومه شوه، په ټولنه کې د خپلوی مفهوم او مفکوره ختمه او ځای یې د ګټې وټې منسبه بندۍ ونیو، منصبدار (Profesional) یې جوړ کړل د مور پلار، کورنۍ او خپلوانو هیڅ راز فکر نه کوي یوازې د مال او دولت را جمه کول یې د ژوند اصل موخه وي، او یتیمان پرځای د دې چې د ټولنې سره یوځای شوی وای د خپلوي احساس ورکړل شوی وای، خو وس په ټولنه کې د عمر تر پایه د یوازېتوب او مایوسی احساس کوي، همدا راز ټولنه د مور پلار له درناوي او خدمت کولو هم محرومه شوه ځکه د غیري یتیم ماشومانو او یتیمو روزنتونونو او زړتون(Old home) د جوړولو له هڅې سره اولادونه د مور پلار له پالنې او جنت ګټلو څخه محروم شول. او ځینې خپلوۍ یې د څو ودونو د باطلول په معرفي کولو سره، په ټولنه کې د جنسي ناوړه چلند دروازه پرانیستل شوې ده. پایله دا شوه هغه د ټولنې چې له کورنی او قبیلو څخه جوړې وې، له منځه لاړې، د یهودو د سترو موخو لپاره د خنډونو کلا ونړېده، ځکه چې په لرغونو زمانو کې اسلام ټولنه له شرعي قانون سره په تړلو پاکه کړه، نه دا چې د قبیلو او کورنى طبیعي ځواکونه له منځه یوسي، برعکس اسلام د ټولنې طبیعي ځواکونو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده وسپارله همدې ځواکونو د ټولنې اتحاد یووالی او سالمه اداره کول یقیني کړه، او اسلامي نظام یې څارنه کوله. د اسلام د مبارک دين په خلاف؛ یهودو د ډیموکراسۍ د نویو شعارونو له لارې دا ځواکونه مات کړل او ټولنه یې پولیسو، پوځیانو او بيوروکراټانو ته په داسې شکل وسپارله لکه وږې پشې ته چې د غوښې څوکیداري وسپارې، چې له ټولنې سره هیڅ تړاو نه درلود او نه یې لري، د نړی د کنټرول واګي یې پخپله ولکه کې واخیستل، د غیری مسلم ترڅنګ مسلمان واکمن او پوځي چارواکي هم نه شي کولای چې له سیکولر ډېمکراټیکې ایډیالوژۍ پرته هیواد اداره کړي. له همدې امله په ورته ډول هغه خپلواک ځواکونه چې د ځان د دفاع وړتیا یې درلوده، هغه نارينه او ښځينه چې د خپل دین او دنیا د خوندیتوب لپاره یې پر ځان الهي قوانین منل، نن د یهودو لخوا له روزل شویو مشرانو او د دوی لخوا د جوړو شوي نظام سره په کشمکش کې دي. نن موږ تاسو ګورو چې مسلمانان د خپل عزت، ابرو او د ایمان له خوندیتابه هم بې برخې دي. نن د غرب د آزادی مطلب یعنې له دین او مذهب څخه بېزاري او عدالت برابري یعنې ښځينه د سړیو سره یوځای رایستل، سړی چې کوم سخت کار کوي ښځينه یې هم باید وکړي که د کور لګښت اړتیا دوه درهمه وي یو باید سړی او دوهم باید ښځينه وګټي ځکه برابري او د ښځينه رایستل د دوی همدا موخه ده، أما د ریښتونې آزادي لپاره کار یا غږ پورته کول، ځان ته د مرګ د رابللو په مانا دي. ستر افت خو دا ده چې د یهودو د آزادی، براري د کاذب شعار له شومو موخو ناخبره او یا خواهش فرست تش په نامه مسلمان د یهودو د سترو موخو د پوره کولو لپاره تر یهودو دوه ګامه وړاندې روان دي. د بحث خلاصه: له دې اوږده بحث څخه دا معلومېږي چې په نړۍ کې روانې جګړې کومه تصادفي جګړې نه دي بلکې دا پخوانی پلان شوې جګړې روانې دي. د دې جګړو اصل لوبغاړي یهود دي؛ یهودو د خپلو سترو موخو د ترلاسه کولو لپاره دا جګړې روانې ساتلې دي، دا هم ښکاره خبره ده چې د پاکستان ظلم او قتل پر قبایلو د یهودو د سنجول شویو پلانونو د هغه پلان برخه ده لکه موږ چې وویل "قبایل که هر ځای وي یهود یې ځپلو ته نه نن او نه سل کاله وروسته لاس تر زنې کېني" او د یهودو د سترو موخو شالید مو درته بیان کړ. د قبایلو جګړه د افغانستان له جګړو سره اړیکه نه لري ځکه د افغانستان جګړه د یهود یو هدف وه او د قبایلو ځپل یې بل او جلا هدف وه، کوم پلان چې امریکا پاکستان ته ورکړی وه، هغه الله تعالی د ایپي فقیر رحمه الله او ملا پوونده رحمه الله په واسطه ناکامه کړ، خو نن موږ او تاسو ګورو چې د یهودو د سترو موخو لپاره لوی خنډ همدا وږي تږي یبلې پښې بې څوکه او بې لاسنیوي مجاهدین دي، کومو چې د جهنم له اور څخه جوړو بمونو ته سینې سپر کړې د دې ظالمانو مقابله یې وکړه او داسې شرموونکې ماتې یې ورکړه چې ترقيامته به یې یهود یاد لري. دښمن له دې هرڅه ښه خبر ده او په جېلونو کې د بندي زمریانو له دریځه او حقې مبارزې هم خبر ده مني یې.

👍 2
Link copied to clipboard!