
د مظلومانو نارې
February 2, 2025 at 09:12 AM
کله چې د انسان اصل موخه سرمایه ترلاسه کول وګڼل شي نو دلته د انسان او الله جل جلاله ترمنځه اړیکه پرې شي، ان له خپلو وروڼو خويندو او زامنو او ښځې سره اړیکه پرې شي ځکه چې انسان د خپل مال په لاس ته راوړلو بوخت شي، بیا د مال په ترلاسه کولو کې له سود رشوت فساد قمار او هرې ناروا څخه دريغ نه کوي خو مال ګټي او جمعه کوي، بیا د مال د پیدا کولو په مينه کې د انسان منطقوي پایله دا شي چې انسان نه د الله تعالی سره اړیکه لري او نه له نورو انسانانو سره بلکې د خپل مال په زياتېدو او ګټلو مصروف وي، لکه د ونې په ډډ کې چینجئ چې له هیڅ نه وي خبر یوازې د په ډډ کې په لار کولو او خوراک کولو مصروف وي، همدارنګه کله چې د انسان اصل موخه سرمایه داري شي نو د ټولنې اتحاد یووالی او اتفاق له منځه ځي.
کله انسانان بې اتفاقه شي نو د بې اتفاقي ځای ځانځاني نیسي ، ټولنه د ځان ساتنې وړتيا له لاسه ورکوي ځکه چې د ټولنې اتحاد او قويتوب قرباني غواړي خو د سرمایه داري نظریه د قرباني ضد ده
ځکه د سرمایه دارانه نظریه له مخې یو انسان د بل انسان مرسته نه کوي او څه ناڅه شی ورکوي خو هغه هم په قرض حسنه یا د الله تعالی د رضا حاصلول نه وي پکې مقصد بلکې د خپل مال د زیاتیدو لپاره یې په سود ورکوي د مجبور انسان له مجبوري ګټه اخیستل یې مطلب وي، نه د مجبور مجبوري.
په سرمایه دارانه نظام کې د مېړانې غیرت او قرباني ځای تمه، شخصي ګټې او ځان پرستي نیولی او د خلګو مجبوري، نيستي او کمزوري د خپل مال د زیاتیدو لپاره بنسټیز فرصت ګڼي.
د انسانیت د را پورته کول قرباني غواړي، خو د سرمایه دارانه نظریه خاوند له بل انسان سره د پینځو پیسو مرسته هم له سود پرته نه کوي، نو په داسې حال کې به کله د ځان قرباني ته غاړه کېږدي؟
نو دا د دې لامل کېږي چې سود خواره قومونه ډارن او بزدلانه وي د ځان د دفاع وړتیا نه لري خو کله چې له خپلو دښمنانو سره جګړه کوي دوی اول نشيي توکو وخوري ترڅو له ځانه د ډار او وېرې خاصه لرې کړي بیا جګړه کوي خو کله چې انسان خپله عقيدوي روحاني شجاعت ونه لري، په بیهوده حالت کې جګړه کول ناشوني دي همدا لامل ده چې دوی د هغه چا په وړاندې د جګړې وړتیا نه چې په مذهبي او عقيدوي روحیه جنګېږي لکه موږ تاسو یې چې نن سبا ګورو.
لنډه دا چې د سرمایه دارانه نظریه د خاوند ګټه د نورو په مجبوري او غریبي او افلاس کې ده، لهذا موږ ګورو، له کومه وخته چې له ټولنې قومیز نظام تللی، نو له هغه وروسته د نړۍ واګې او واک د یهودو لاس ته لوېدلی ده، نن موږ تاسو ګورو چې مسلمانه او غیري مسلمانه ټولنه د یهودو د سترو موخو له پيژندلو ناخبره ده یوازې د مال ګټي او پیسو په را ټولولو بوخته ده، نن مسلمانه ټولنه د ازاد خيالي او سیکولریزم په لومه کې بنده ده د ژوند اصلي موخو ته هيڅ پاملرنه نه کوي.
د قومي ټولنې د له منځه وړلو لپاره د یهودو په مستقیم امر د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ډیورڼد په فرضي کرښه د استوګنو قبایلو له منځه وړلو هڅې هم روانې دي.
او په ټوله نړي کې د قبایلو د له منځه وړلو لپاره یهودو هڅې پیل کړې دي قبایلي وګړي د توندروه او شرخوښو په نوم وژني او په فريب سره جمهوریت ته را اړوي، یهودو ته قومیز قبایلي جوړښت د منلو وړ نه وه او نه ده ځکه چې د دوی ته د سترو مقاصدو په مخ کې خنډ ده، قبایل که هرځای هر وخت سر راپورته کړي نو یهود او نصرا یې پخپله یا د خپلو همفکرانو په مرسته ځپي ځکه دوی ته خنډ دي.
❤️
3