
کلمات پښتو
1.2K subscribers
About کلمات پښتو
د کلمات علمي او څېړنیزه اداره د کلمات (پښتو) چېنل لېنک د بشپړ معلوماتو لاسته راوړولو لپاره تعقیب او نورو سره یې شریک کړئ: https://whatsapp.com/channel/0029VaEjy4aGk1Fwu6FkiN1A
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

مولوي عبیدالله حقاني، د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ د معارف آمر: د اسلامي تربیې موضوع په قرآن کریم کې په صراحت او وضاحت سره بیان شوې او موږ مسلمانان د دې مسؤلیت لرو چې خپل ځان، خپلې کورنۍ او خپله ټولنه د اسلامي تربیې په رڼا کې اصلاح کړو.


د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا، د کابل ولایت په فرزې ولسوالۍ کې، د سیمې د معززو ښوونکو لپاره، د "اسلامي تربیې او د زدهکوونکو سالمې او اسلامي روزنې" تر عنوان لاندې علمي او تحقیقاتي سیمینار په پیل کېدو دی. یاد سیمینار به د ښوونکو علمي ظرفیت لوړولو، د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د زدهکوونکو د فکري، اخلاقي او روحاني ودې د طریقو معرفي کولو او همداراز د اسلامي تربيې د نويو میتودونو د شریکولو په موخه ترسره شي.


د «اسلامي تربیې اصول او د زدهکوونکو سالمه او اسلامي روزنې» تر عنوان لاندې علمي او تحقيقاتي سیمینار د الله تعالی جلجلاله په آرامبښوونکو آیتونو سره پیل شو.


مولانا شمسالهادي ثاقب: ښوونکی باید د خپلو زدهکوونکو پر وړاندې د پلار په څېر مهربان، خواخوږی او زړسوی وي؛ داسې څوک چې نه یوازې علم ور زده کوي، بلکې د تربیې اصول، اخلاق او انسانیت درس هم ورکوي. هغه علوم او پوهه چې ټولنه ورته اړتیا لري، که یو ښوونکی یې په نېک نیت سره زدهکوونکو ته ور وښيي، نو لوی متعال جلجلاله به ورته ستر اجر او ثواب ورکړي.

مولانا شمسالهادي ثاقب: کله چې د ښوونې او استادۍ دنده په سمه او اسلامي طریقه ترسره شي، نو دا د ژوند له غوره، ارزښتناکو او بابرکته دندو څخه ګڼل کېږي.

قدریه فرقه شپږمه برخه لیکوال: ابوعائشه د پیل خبرې: د بدعتي فرقو او د کږو او انحرافي باورونو لرونکو ډلو تحذیر په دین کې یو اساسي او مهم اصل دی؛ ځکه له دې ډلو سره ناسته ولاړه د دې لامل کېږي چې مجلس کوونکی یې له هغو اغېزمن شي او کارونو ته یې مخه کړي؛ ځکه د دین علما او د دې امت مشران تل ټینګار کوي چې باید انسان د صالح او نېکو ملګرو د انتخاب په فکر کې اوسي، چې هسې نه د قیامت په ورځ د مقالې پاتې برخه لاندې سایټ کې: https://kalemaatpa.net/archives/27933 د اېکس لېنک: https://x.com/Kalemaat_Pashto د فېسبوک لېنک: https://facebook.com/profile.php?id=61554328343523&sfnsn=wa&mibextid=RUbZ1f د ټلګرام لېنک: https://t.me/kalemaatpa1402 د واټساپ لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaEjy4aGk1Fwu6FkiN1A د یوټیوب لېنک: https://youtube.com/@Kalemat1402
