
کلمات پښتو
May 20, 2025 at 11:15 AM
مولانا شمسالهادي ثاقب:
ښوونکی باید د خپلو زدهکوونکو پر وړاندې د پلار په څېر مهربان، خواخوږی او زړسوی وي؛ داسې څوک چې نه یوازې علم ور زده کوي، بلکې د تربیې اصول، اخلاق او انسانیت درس هم ورکوي.
هغه علوم او پوهه چې ټولنه ورته اړتیا لري، که یو ښوونکی یې په نېک نیت سره زدهکوونکو ته ور وښيي، نو لوی متعال جلجلاله به ورته ستر اجر او ثواب ورکړي.