
نیمروزوال مبارزین📑📲
75 subscribers
About نیمروزوال مبارزین📑📲
*دا ګروپ د لاسته راوړنو او پرمختګونو د انعکاس او د سپیڅلې نظام د استحکام او مبارزي په پار جوړ دي .*📝📲
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د ۲۱ عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې پر ایران د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي دي. په بیان کې له منځني ختیځ څخه د اټومي او نورو وژونکو وسلو پر پاکولو ټینګار شوی دی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، د ایران او اسراییل د جګړې له امله په ایران کې بند پاتې ۷۰۰ پاکستانیان چې له دې ډلې ۲۱۶ یې زدهکړیالان دي؛ د تفتان پولې له لارې بېرته خپل هېواد ته یې د ستنېدو لړۍ روانه ده. https://t.me/nimrozwaal

د پاکستان جیونیوز راپور ورکړی، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د روانې جګړې له امله پاکستان ته د ایراني تېلو قاچاقي لېږد درېدلی دی. د راپور له مخې؛ د کویټې په ډېرو سیمو کې اوسمهال د تېلو د نشتوالي له امله د تېلو ګڼ پمپونه تړل شوي دي.

راپورونه ښيي چي نن سهار اسراییلو د تهران ختیځ-شمالي سیمو کي درې ځایونه د هوایي بریدونو هدف ګرځولي دي. ویل کېږي چي د سهشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کي، تر هغه وروسته چي ټرمپ خلکو ته له تهرانه د وتلو خبرداری ورکړ، د چاودنو راپورونه خپاره سوي دي. د ایران کورنیو رسنیو څو چاودني او د هوایي دفاع سیستمونو فعالیت په تهران کي تایید کړي دي. https://t.me/nimrozwaal

په اسرائیلو کې د چین سفارت ویلي چې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله له ټولو چینایانو غواړي څو ژر تر ژره د ځمکې له لارې اسرائیل خوشې کړي او اُردن ته لاړ شي.

سیاېناېن د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره له ایراني چارواکو سره د لیدو هڅې وکړي، ټرمپ غواړي معلومه کړي چې ایا تهران له اسراییل سره د شخړې د حل لپاره په رښتینې توګه د ډیپلوماسۍ له لارې هڅه کوي او که نه.

اسراییل نن سهار وختي د ایران د دفاع وزارت پر انګړ او د دغه وزارت پر یوې بلې مهمې ودانۍ برید کړی دی. ایراني چارواکو برید تایید کړی او اسراییل ته یې په توغندیو ځواب ورکړی دی.

ایران تير شپه وويل؛ یو ساعت کې مو د دښمن ۱۰ راغلي ډرونونه راغورځولي.


له پرون راهیسي د اسرائیل او د ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله، د افغانستان او ایران ترمنځ پوله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د یوې ورځې قومندان: سردار حسني چې پرون د توغندیزې دفاع او خوندیتوب قومندان وټاکل شو، تيره شپه اسراییلو له منځه یووړ. يوه ورځ مخکي يي ورته ده نه مخکې قومندان هم وژلی و.
