نیمروزوال مبارزین📑📲
نیمروزوال مبارزین📑📲
June 15, 2025 at 03:33 PM
د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت وايي چي د اسراییلو له خوا پر ایران تر برید وروسته او د دواړو لورو تر منځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر زیات سوی دی. دا زیاتوالی نه یوازي د هیواد د هوايي حریم نسبي امنیت څرګندوي، بلکي د ملي عوایدو پر زیاتېدو هم مثبت اغېز لري. د مسؤلینو په وینا، د نړیوالو الوتکو د عبور له زیاتېدو سره د افغانستان عواید هم د عبور حق له لارې لوړ سوي دي.

Comments