(ټرافیکي درسونه) WhatsApp Channel

(ټرافیکي درسونه)

75 subscribers

About (ټرافیکي درسونه)

هره ورځ به یو یو درس نشريږي او ستاسو څخه مو هیله ده چې هر درس ښه په غور واورئ. ان شاء الله چې بيابه د لایسنس په امتحان کې درته کوم مشکل نه وي.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

(ټرافیکي درسونه)
(ټرافیکي درسونه)
5/22/2025, 5:40:43 AM

‏خبرتیا! د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي یا فاقد اسناد دي، یو ځل بیا خبر ورکول کېږي چې په ټول هېواد کې د موټرسایکلونو لپاره د اسنادو د وېش لړۍ په عادي توګه روانه ده، نو له دې فرصت څخه باید ګټه واخلي او خپلو موټرسایکلونو ته جوازسیر او نمبرپلېټ واخلي. له دې وروسته به له بې اسناده موټرسایکلونو سره اصولي چلند کېږي او موټرسایکلونه به یې درول کېږي، چې بیا څوک د شکایت حق نه لري زموږ واټساپ ګروف سره یوځاي شۍ👇 https://chat.whatsapp.com/ClI5k3Iqvuc8AwM6yUBkVQ

Post image
Image
(ټرافیکي درسونه)
(ټرافیکي درسونه)
5/22/2025, 3:47:56 PM

عبرت اخیستل – یوه اړینه اړتیا! ویل کېږي په نیمروز ولایت کې یوه خواشینوونکې پېښه رامنځته شوې ده، چې د بې‌احتیاطۍ او بې‌باکۍ له امله ټکر شوی دی. دا ډول پېښې باید د ټولنې هر فرد ته یو درس وي. په ډېرو مواردو کې موږ د سړکونو قانوني تګ‌لارې او ترافیکي اصول له پامه غورځوو. چټک موټر چلول، د پاملرنې نشتوالی، او له احتیاطه کار نه اخیستل دا لامل کېږي چې بې‌ګناه خلکو ته مالي یا ځاني زیان ورسېږي، یا هغوی خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا پېښه یو ځل بیا موږ ته راپه‌يادوي چې مسؤلیت یوازې د موټر چلونکي نه دی، بلکې هر ډول وسایطو چلوونکي باید پوره پوهاوی ولري. د حکومت، ښوونیزو بنسټونو، او د ټولنې د مشرانو مسؤلیت دی چې خلک د احتیاط ارزښت ته متوجه کړي. دوی باید عامه پوهاوی خپور کړي او د قانون د مراعات لپاره هڅونه وکړي. پایله دا ده چې موږ باید له داسې پېښو څخه عبرت واخلو، خپل مسؤلیتونه وپېژنو، او د قانون په چوکاټ کې ژوند ته دوام ورکړو. که هر فرد د احتیاط او هوښیارۍ اصول مراعات کړي، نو زموږ ټولنه به له ډېرو ناورینونو وژغورل شي. هو! مؤظف پولیس همېشه هڅه کوي چې دا ډول بې‌باکه چلوونکي د قانون منګولو ته وسپاري، خو دا یوازې د حکومتي چارواکو دنده نه ده، بلکې د ټولنې مشران هم باید خپله ونډه واخلي. لیکوال: د فراه ولایت د ترافیکو مدیریت د تعلیم او تربیې آمریت آمر بدري فراهي

🌹 1
Video
(ټرافیکي درسونه)
(ټرافیکي درسونه)
6/1/2025, 2:02:37 PM

د فراه ولایت د ترافیک پولیسو مدیریت اعلامیه!

Post image
Image
(ټرافیکي درسونه)
(ټرافیکي درسونه)
6/12/2025, 4:08:17 PM

‏برای پیوستن به گروه واتساپ من، این پیوند را دنبال کنید: https://chat.whatsapp.com/ClI5k3Iqvuc8AwM6yUBkVQ

Link copied to clipboard!