
(ټرافیکي درسونه)
May 22, 2025 at 03:47 PM
عبرت اخیستل – یوه اړینه اړتیا!
ویل کېږي په نیمروز ولایت کې یوه خواشینوونکې پېښه رامنځته شوې ده، چې د بېاحتیاطۍ او بېباکۍ له امله ټکر شوی دی. دا ډول پېښې باید د ټولنې هر فرد ته یو درس وي.
په ډېرو مواردو کې موږ د سړکونو قانوني تګلارې او ترافیکي اصول له پامه غورځوو. چټک موټر چلول، د پاملرنې نشتوالی، او له احتیاطه کار نه اخیستل دا لامل کېږي چې بېګناه خلکو ته مالي یا ځاني زیان ورسېږي، یا هغوی خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا پېښه یو ځل بیا موږ ته راپهيادوي چې مسؤلیت یوازې د موټر چلونکي نه دی، بلکې هر ډول وسایطو چلوونکي باید پوره پوهاوی ولري.
د حکومت، ښوونیزو بنسټونو، او د ټولنې د مشرانو مسؤلیت دی چې خلک د احتیاط ارزښت ته متوجه کړي. دوی باید عامه پوهاوی خپور کړي او د قانون د مراعات لپاره هڅونه وکړي.
پایله دا ده چې موږ باید له داسې پېښو څخه عبرت واخلو، خپل مسؤلیتونه وپېژنو، او د قانون په چوکاټ کې ژوند ته دوام ورکړو. که هر فرد د احتیاط او هوښیارۍ اصول مراعات کړي، نو زموږ ټولنه به له ډېرو ناورینونو وژغورل شي.
هو! مؤظف پولیس همېشه هڅه کوي چې دا ډول بېباکه چلوونکي د قانون منګولو ته وسپاري، خو دا یوازې د حکومتي چارواکو دنده نه ده، بلکې د ټولنې مشران هم باید خپله ونډه واخلي.
لیکوال:
د فراه ولایت د ترافیکو مدیریت
د تعلیم او تربیې آمریت
آمر بدري فراهي
🌹
1