خلیل الرحمن حقاني WhatsApp Channel

خلیل الرحمن حقاني

84 subscribers

About خلیل الرحمن حقاني

دغه چینل د قدرمن شهید خلیل الرحمن حقانی صاحب د ژوندون د کارنامو اړوند معلومات او ښکلی دینی نشراتو لپاره جوړ شوي دی چی صدقه یی جاریه ورته نصیب شی.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/20/2025, 5:14:31 AM

*🔴 د مسواک د کارولو ثواب او فایدی !* 1 - څوک چې مسواک استعمالوی الله ﷻ به تری راضی وی . 2 - د الله ﷻ رضا به ورته حاصله شی . 3 - الله ﷻ به ورته په رِزق کی برکت واچوی . 4 - الله ﷻ به یی مالداره کړی . 5 - الله ﷻ به ورته د رزق اسباب برابره وی . 6 - خوله به یی همیشه پاکه وی . 7 - ووری به یی مضبوط وی . 8 - په سر به یی درد نه راځی . 9 - د بدن رګونه یی به صفا وی . د خولی بلغم به یی کم وی . 10 - غاښونه به یی مضبوط وی . 11 - د معدی تکلیف به یی کم وی . بدن به یی قوی وی . 12 - پوهه به یی زیاتېږی . حافظه به یی قوی وی . 13 - عقلمند به وی . 14 - زړه به یی صفا وی . 15 - نیکۍ به یی زیاتی وی .

❤️ 1
خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/20/2025, 5:14:49 AM

ده ورځی حدیث شریف اِیَّکَ وَالتَّنَعُّمُ فَاِنَّ عِبَادَالله ﷻلَیْسُوْا بِالْمُتَنَعِمِیْنَ ځان وساته ده استراحت ټمبلی څخه ځکه دالله ﷻ مخلص بندګان استراحت نه خوښه وی بدیی ځنی کیږی )راوه احمد)

خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/12/2025, 6:17:14 AM

امام ابن تيمية رحمه الله وايي: له دعاء غوښتلو مخکې او په منځ او اخر کې په نبي ﷺ درود ويل د دعاء قبلېدو له قوي ترينو اسبابو څخه دي.

خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/15/2025, 7:32:19 AM

*ورځنی حديث شريف* *قال رسول الله ﷺ: إنّ في الجَنّةِ غُرَفا يُرى ظاهِرُها مِن باطِنِها و باطِنُها مِن ظاهِرِها ، يَسْكُنها مِن اُمّتي مَن أطابَ الكلامَ ، و أطْعَمَ الطَّعامَ، و أفْشى السَّلامَ، و أدامَ الصِّيامَ، و صَلّى باللَّيلِ و النّاسُ نِيامٌ.* *ژباړه:* *رسول الله ﷺ وفرمایل:* *په جنت کې داسې خونې دي چې دننه یې له بهر او بهر یې له دننه ښکاري. په هغو کې به زما د امت هغه کسان اوسیږي چې ښه خبرې کوي، خلکو ته خواړه ورکوي، سلام خپروي، روژه نیسي، او شپه لمونځ کوي پداسې حال کې چې نور خلک ویدۀ وي.* *(سنن ابن‌ماجــة:2123)*

خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/12/2025, 6:17:39 AM

*دې ته وايي رېښتینې او حقیقي مېنه:* *ابو بکر رضي الله عنه وايي: "ما رسول الله ﷺ ولید چې ژاړي، نو زه هم په ژړا شوم."* (سنن ابو داود: 2866، جامع الترمذي: 1572، امام ترمذي رحمه الله دا حدیث حسن صحیح ګڼلی.)

خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/12/2025, 6:17:02 AM

*د حاجت پوره کېدلو او دعاء قبلېدلو وخت:* *موسى بن عيسى الموصلي رحمه الله ویلي: پر* *ما ډېر قرضونه باندي وه، نو امام بشر بن الحارث رحمه الله ته مي وویل: ډیر قرضداره سوی یم څه وکړم؟ هغه وویل: د شپې په وخت کي دعاء او استغفار ډیر وایه!* *بیا احمد بن حنبل رحمه الله ته رالم او ورته ومي ویل: ډیر قرضداره سوی یم څه وکړم؟ هغه وویل: "په سحر (د سهار د اذان څخه مخکي وخت) کي دعاء ته دوام ورکړه!* *(التوکل للقاضي أبي يعلى ص٦٤).*

خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/3/2025, 9:41:52 AM

*ورځنی حديث شريف133* *رسول الله ﷺ وفرمایل:* *هره ورځ چې بندګان سهار کړي، دوه ملائکې راکښته شي، یوه وایي ای الله! هغه چا ته بدله ورکړه چې ستا په لار کې لګښت کوي.او بله وایي: «ای الله! هغه څوک هلاک کړه چې بخل کوي (مال نه لګوي)* *(صحیح البخاري: 1442)* *(صحیح مسلم: 1010)*

❤️ 1
خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/2/2025, 8:39:16 AM

💖😘💔😰🤲 ‏*رسـول الله ﷺ فرمایلي دي :*  *ڪـبرجن خلګ به د قیامت په ورځ د سرو ڪوچنیو مېږیانو په څېر راپورته ڪېږي، له هرې خوا به په ذلت او سپڪاوي ڪې پټ وي‌.* 💝💐

خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/12/2025, 6:16:47 AM

یو وکیل وایي ما شپیته کاله وکالت وکړ، زیاتې لانجې د هغه کسانو تر منځ وې چې یو، پر بل یې زیات باور کړی ؤ له ټولو سره یو شان چلند مه کوئ ځکه ټول ناروغان یو شان درملو ته اړتیا نه لري. ملګري/دوستان ښه ټول دي مګر، پېژندل کېږي په بد وخت کې. صبر کول خوږه مېوه ده خو، تېرول یې د زهرو څخه هم سخت دي.

خلیل الرحمن حقاني
خلیل الرحمن حقاني
2/12/2025, 7:19:50 AM

‏د عالیقدرامیرالمؤمنین (حف) دحکم پر اساس لاندې ټاکني وشوې: ١ - د تخار مخکنی والي مولوي عبید ﷲ امین زاده، دکار او ټولنیزو چارو وزارت دټولنیزو چارو معین په توګه. ٢ - دکانونو او پترولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکنی معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي؛ د لوړو زده کړو وزارت دعلمي معین په توګه. ٣ - د افغانستان بانک د نظارت مخکنی آمر شیخ عبد الرحمن قانت؛ دکانونو او پترولیم وزارت دپلان او پالیسۍ معین په توګه. ٤ - د کندهار مخکنی امنیه قومندان مولوي سمیع ﷲ حزب ﷲ؛ د تخار د والي په توګه. ٥ - د هلمند ولایت مخکنی والي مولوي عبدالاحد طالب؛ د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه؛ ٦ - د لوړو زده کړو وزارت مخکنی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه؛ د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه. د ﷲ (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کې ټولوته د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې ورته توفیق غواړو. *ذبیح الله مجاهد* *د اسلامي امارت ویندوی*

❤️ 2
Link copied to clipboard!