
خلیل الرحمن حقاني
February 12, 2025 at 07:19 AM
د عالیقدرامیرالمؤمنین (حف) دحکم پر اساس لاندې ټاکني وشوې:
١ - د تخار مخکنی والي مولوي عبید ﷲ امین زاده، دکار او ټولنیزو چارو وزارت دټولنیزو چارو معین په توګه.
٢ - دکانونو او پترولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکنی معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي؛ د لوړو زده کړو وزارت دعلمي معین په توګه.
٣ - د افغانستان بانک د نظارت مخکنی آمر شیخ عبد الرحمن قانت؛ دکانونو او پترولیم وزارت دپلان او پالیسۍ معین په توګه.
٤ - د کندهار مخکنی امنیه قومندان مولوي سمیع ﷲ حزب ﷲ؛ د تخار د والي په توګه.
٥ - د هلمند ولایت مخکنی والي مولوي عبدالاحد طالب؛ د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه؛
٦ - د لوړو زده کړو وزارت مخکنی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه؛ د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه.
د ﷲ (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کې ټولوته د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې ورته توفیق غواړو.
*ذبیح الله مجاهد*
*د اسلامي امارت ویندوی*
❤️
2